افغانستان

دملي اردو څورلس سوه سرتیرو دفراغت سندونه ترلاسه کړل

national_army_from_kandahar(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۴)  د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د ملي اردو څوارلس سوه (1400) سرتيري د دوه مياشتو عملي او نظري فوځي زده کړو د تر لاسه کولو څخه وروسته فارغ او سندونه ورکړل شول. په دي اړه کندهار ولايت کې د دوه سوه او پنځم اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالحميد يادو سرتيرو ته د يوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل.

پر دې مهال جنرال عبدالحميد وويل چې نوي فارغ شوي د ملي اردو سرتيري به په کندهار ، هلمند، زابل او د ارزګان په ولايتونو کې ځاي پر ځاي شي څو په دي ولايتونو کې د امنيتي حالاتو کړۍ پراخه او هم د مخالفينو شتون له منځه يوسي. هغه هيله څرګنده کړه چې دغه سرتيري به په يادو ولايتونو کې د امنيت په برخه کې موجوده تشه ډکه کړي او له خلکو څخه يي غوښتنه وکړه چې د امنيتي ځواکونو سره هر اړخيزه مرستي وکړي. نوموړي پر فارغ شويو سرتيرو غږ وکړ چې په پوره ايماندارۍ او زړورتيا سره دخپلو خلکو او سيمو ساتنه وکړي او مخالفينو ته دي اجازه ورنکړي څو د افغانانو ژوند ته د ګواښښ سبب وګرځي. بايد وويل چې په کندهار کې د ملي اردو د جلب و جذب او روزني مرکز د هيواد په کچه د شپږو مرکزونو په ليکه کې دي او دا نهم ځل دي چې په دي اندازه سرتيري ورڅخه فارغيږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x