
فیروز الدین فیروز د ۱۷۰ رایو په تاييد د عامې روغتیا وزیر شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې له لوري د ګډ حکومت د کابینې اتلسو نوماند وزیرانو ته د باور رايې د ورکړې په پروسه کې فیروز الدین فیروز د ۱۷۰ رايو په تاييد د عامې روغتیا وزیر شو.
شپږ څلویښت کلن فیروز الدین فیروز د ولسي جرګې د غړو له لوري ۵۴ د رد رايې هم ترلاسه کړې دي.
فیروز الدین فیروز د پنجشیر ولایت اوسېدونکی دی، چې مدیریت او رهبري کې له انګلستان څخه فوق لسانس لري، نوموړی څه موده په عراق کې د نړیوال بانک سلاکار پاتې شوی دی، چې نن د عامې روغتیا وزارت ته بریالی شو.
نن ولسي جرګې اولسو نوماند وزیرانو او یو نوماند رییس ته د باور رايې ورکړې، چې لسو تنو يې و نه شو کولای چې خپلو څوکیو ته بریالي شي.