افغانستان

طالبان: پاکستان کې نيول شوي افغان مهاجرين بايد ژر تر ژره خوشې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د تېرې يوې مياشتې راهيسې پاکستان کې د افغانانو د بې ځايه نيولو او ځورولو په اړه طالبانو يوه اعلاميه خپره کړې او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي، چې د تفتيش او پلټنې پر مهال بايد له افغانانو سره تبعيضي چلند ونه شي او هغه زرګونو افغانان، چې پاکستاني پوليسو او امنيتي چارواکو بې ګناه نيولي بايد ژر تر ژره يې خوشې کړي او په راتلونکې کې د داسې کړنو مخنيوی وشي.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته د را رسېدلې اعلاميې متن

د تیري یوې میاشتي راهیسي د پاکستان په بیلا بیلو صوبو، په تیره بیا په خیبر پښتونخوا کې د هغه هیواد د مختلفو امنیتي ارګانونو له خوا مسلسل عملیات او تفتیش روان دی.

که څه هم هر هیواد اختیار لري چې د خپلو امنیتي ملحوظاتو لپاره له کوم تبعیض پرته تفتیش تر سره کړي، لکن متأسفانه د تیرې یوې میاشتي په دوران کې، په پاکستان کې ډیر هغه مهاجرین نیول شوي او ځورول شوي چې هغه له امنیتي ستونزو سره هیڅ ډول تړاو نلري بلکې د تیرو دریو لسیزو راهیسي په پاکستان کی په سوله يیز ډول اوسیدلي او ډیری یې قانوني اسناد هم لري.

د مطبوعاتي راپورونو له مخي، د پاکستان په مختلفو صوبو کې د نیول شویو افغانانو شمېره زرګونو تنو ته رسیږي او دغه لړۍ همدغه شان لا روانه ده.

باید ووایو د افغانستان او پاکستان ولسونه د اسلامي ورورګلوي، ثقافت او تاریخ په مضبوط مزي له یوه اوبل سره تړلي دي، د دواړو ګاونډیو هیوادونو او ولسونو په ګټه ده چې دغه مزی او پیوند نور هم قوي شي، په تیره بیا په پاکستان کې د ملیونونو افغانانو شتون د ورورګلوي اودوه اړخیزې خواخوږۍ لپاره ښه فضا برابره کړې ده، اوس که هغوی ته بې ځایه تکلیف ورکول کیږي، دا بیا د ولسونو په مینځ کې عقدې او ستونزې راپیدا کوي، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان له چارواکو غوښتنه کوي چې افغان مهاجرینو سره د پولیسو او نورو امنیتي کارمندانو د ناوړه چلند مخه ونیسي، کوم مهاجرین چې نیول شوي، ژر تر ژره خوشي شي ترڅو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د نورو افغانانو د بې ځایه نیولو او ځورولو مخنیوی هم یقیني کړي.

د افغانستان اسلامي امارت
۸/۱۴/۱۴۳۶هـ ق
۸/۱۰/۱۳۹۳هـ ش ــ 2015/1/28م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطیش

زما په نظر ټول هغه مخکنی خلقیانو او پرچمیان د قدرت په ګدی کیناستل

مهاجرافغان نیازی

الله تعالی دي وکړي چې دغه تورمخې پنجابیان به ستاسو خبره ومني ، په رښتیاهم په کوټه اوپېښورکې ګڼ شمېر محصلین ، افغان تجاران اومزدور کاران نیول شوي او لا داسلسله روانه ده ، الله تعالی دی اسلامي امارت ژوندی لري چې دخپلو مسلمانو وروڼو غمه ورسره ده ،

مهاجر فراهی

سوکاله وراندی دخیبر دجلوزو کیمپ پاکستانی چارواکو بند کر اوهغه افغان مهاجرین
چی له کلونو دلته میشتول په زوره وشرل .زما فکر کاوه چی داخلک خو دلته
دمجبوری نه اباد دی هسی نه چی پاکستان خپله په دی امتحان کی راگیر شی
تاسو باور وکری لژه زمانه وروسته دپاکستان خپل خلگ راغله او دی کیمپ کی
میشت شول او دجگرو نه یی خپلی سیمی پریشودلی.وتلک الایام نداولها بین الناس

نبیل اشنا

الله دي خیر ورکړي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x