افغانستان

دپولیسو په یونیفارم کي یو تن، بهرنی عسکروواژه

taliban_wearing_uniform_of_killed_police(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۴)  د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ کې يو تن چې د پوليسو يونيفارم يي اغوستي ؤ د ايساف يو تن عسکر ووژلو. کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي اعلاميه کې وويل شول چې نن 2011-08-04 د افغانستان په ختيځ کې يو تن چې د پوليسو يونيفارم يې اغوستي ؤ د ايساف پر يو تن عسکر ډزي وکړي او هغه يي ووژلو.

اعلاميه زياتوي چې په دي اړه ايساف او افغاني چارواکي تحقيقات کوي چې په اړه به يي نور معلومات وروسته خپاره شي. افغاني چارواکو په دي اړه څه ندي ويلي. همدا راز اعلاميه وايي چې همدا نن 2011-08-04د ا فغانستان په ختيځه برخه کې د ايساف يو بل عسکر د مخالفينو د يو بريد په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ . ايساف د پخوا په څير د وژل شويو عسکرو د وژل کيدو د قيق ځايونه او د هغوي هويت ندي ښودلي. تراوسه پورې مخالفينو د افغانستان په ختیځ  کې د کومي پيښي خبر ندي ورکړي. بايد وويل شې چې د مخه هم څو څو ځله د ملي اردو او پوليسو د منسوبينو لخوا په ډزو سره يو شمير بهرني عسکر او سلاکاران وژل شوي دي. د دي عسکرو د وژل کيدو سره د اګست په مياشت کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شميره اوو(7) تنو ته ورسيده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x