افغانستان

فیض محمد عثماني د حج او اوقافو وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې اکثریت غړو نن د ګډ حکومت لخوا معرفي شوو وزیرانو ته د رايې اچونې پر مهال فیض محمد عثماني ته د باور رایه ورکړه.

نوموړی د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د حج او اوقافو وزارت ته نوماند شوی و.

د ولسي جرګې ۱۶۰ غړو نوموړي ته د تایید او ۶۱ د رد رايې ورکړې.

پاتې ۵ رايې باطلې او ۱۷ سپېنې وې.

فیض محمد عثماني ۴۲ کلن دی او له اصله د کندوز ولایت دی. نوموړي په ګاونډي هېواد ایران کې په سیاسي علومو او حقوقو کې لسانس کړی او د پوهنتون استاد هم پاتې شوی.

عثماني څه موده په طلوع نیوز تلویزون کې دیني خپرونو چلوونکي هم پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام فاروق

په لغمان کی نن پنج شنبه ۹بجی ۱۳۹۳/۱۱/۹درنه چاودنه وشوچی په ترس کی پینځه تنه مخلی پږلیسوته مرګ ژوبله واړوه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x