د نن سرلیکنه

ګډ حکومت او د سیالۍ بل پړاو /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: نن ولسي جرګې د ګډ حکومت له څو میاشتینیو ناندریو او لانجو راوتې کابینې ته د باور رایې ورکولو یا ردولو صندوقونه کېښودل. د کابینې د اعلان ځنډ د ولسي جرګې د رييس غوسه هم راپارولې وه چې ښاغلي رييس ګډ حکومت «نامشروع» او له «امریکايي سفارته» زېږېدلی بللی و. نن د رييس په خبره د همدغه «نامشروع» حکومت ګډ وزیرانو ته د تایید یا رد غونډه وه.

یوازنی رييس چې د ولسي جرګې په پرېکنده اکثریت سره یې وکولای شول چې د جرګې د غړیو «باور» ترلاسه کړي، د ملي امنیت ادارې رييس، رحمت الله نبیل و. نبیل د کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د ملي امنیت رييس و. دا چې څنګه د ګډ حکومت رقیبو ټیمونو پر نبیل پرېکنده اتفاق کړی، لامل یې تېره میاشت د عبدالله عبدالله د ټیم غړي، سید اسحاق ګیلاني په صراحت سره بیان کړ. ګیلاني وویل چې د ملي امنیت پر رييس ځکه د ګډ حکومت دواړه مشران متفق دي چې د امریکا د متحده ایالاتو او انګلستان سفارتونو یې د ابقا امر کړی و. جالبه دا ده چې ولسي جرګه د شایسته سالارۍ له شعارونو سره سره د امریکايي او انګلیسي «دوستانو» حکم ته په ډېر اخلاص سره غاړه کېښوده.

بله مسئله چې د بحث وړ ده، په نننۍ غونډه کې د غني له خوا معرفي شوي څو تنه نه شي کولای چې د باور رایه ترلاسه کړي: ملي دفاع وزارت ته نوماند، جنرال شېر محمد کریمي، ترانسپورت وزارت ته نوماند، فیض الله ذکي، اقوامو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند، قمر الدین شینواری. دغه وزیران د اشرف غني ټیم پورې اړه لري چې نن د باور وړ ونه بلل شول. له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ته نوماند کمونیست جنرال نورالحق علومي او بهرنیو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني د عبدالله د ټیم هغه مخکښ غړي دي چې ولسي جرګې ورته د باور رایې ورکړې. پوښتنه دا ده چې ولې شېر محمد کریمي رایه نه ترلاسه کوي او نورالحق علومي يې ترلاسه کوي؟

د دې پوښتنې ځواب ښيي چې په ولسي جرګه کې شمال ټلوالې ته د نژدې استازو نفوذ دی. دغو استازو د اشرف غني له خوا معرفي شوي مهم وزیران رد کړي او د عبدالله عبدالله اړوند نوماندي يې منلي دي. داسې ښکاري چې د ګډ حکومت په لومړنیو رقابتونو کې د اشرف غني ټیم بله ماتې تجربه کوي. کله چې د عبدالله ټیم د کورنیو چارو وزارت او بهرنیو چارو وزارت په خپله ولکه کې ولري او ورسره ولسي جرګه کې خپل نفوذ ولري، په ډېرې اسانۍ سره کمزوری ولسمشر غني لاندې کولای شي. د ګډ حکومت پیل له رقابتونو او کشمکشونو څخه شوی دی. قمر الدین شینواری بل هغه نوماند وزیر دی چې رد شوی. قمرالدین شینواري سره د شمال ټلوالې د مور مېرې چلند نن په ولسي جرګه کې څرګند شو. ولسمشر اشرف غني پخوا په پام کې درلودل چې قمرالدین شینواری د لوی څارنوال په توګه وټاکي؛ خو هغه مهال هم د عبدالله ډلې توند غبرګون غني ووېراوه او له خپلې پرېکړې پر شا شو.

په ولسي جرګه کې د نن ورځې له رایه ورکونو یا نه ورکونو داسې ښکاري چې د ګډ حکومت د رقیبو اړخونو ترمنځ د واک پر سر د رقابت او سیالۍ بل پړاو پلېږي. اوس چې عبدالله عبدالله د اشرف غني له خوا معرفي شوي وزیران له ولسي جرګې نه تېروي، ولسمشر به هم د عبدالله په اړه خپله پرېکړه کوي. داسې ښکاري چې د ملي يووالي ګډ حکومت د کابینې له اړ و دوړ وروسته د رقابت او سیالۍ یو بل پړاو ته داخلېږي.

د عبدالله عبدالله په پرتله غني په ولسي جرګې کې چندانې ملاتړي نه لري چې حساب پرې وکړای شي. غني له بلې خوا خپل هغه ملاتړي هم له ځانه خواشیني کړي دي چې کولای یې شوای چې په جرګه کې د غني په ګټه مازنه بدله کړي.

په ننني ټکر کې غني ماتې خوړلې، وکتل شي چې د غني بل اقدام به څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x