نړۍ

حزب الله ډلې ۱۶ اسراييلي عسکر وژلي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): لبنان کې حزب الله ملېشو اعلان کړی، چې نن سهار يې د لبنان سرحد ته څېرمه د اسراييلي عسکرو پر کتار توغنديز بريد کې شپاړس اسراييلي عسکر وژلي دي.

د حزب الله له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لس ورځې وړاندې اسراييلي عسکرو د لبنان په جولان سيمه کې د حزب الله شپږ غړي وژلي وو او نن د حزب الله ملېشو د اسراييلي عسکرو پر کتار راکټي بريدونه وکړل او شپاړس اسراييلي عسکر يې ووژل.

لبنان کې حزب الله پلوي «المنار»تلويزون ويلي، چې حزب الله ملېشو د اسراييلي عسکرو پر کتار بريد کړی او نهه نظامي موټر يې ويجاړ کړي او ګڼو اسراييلي يرغلګرو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل پلو د اسراييلو دفاع وزارت منلې، يو اسراييلي ټانک د حزب الله په توغندي لګېدلی او څلور اسراييلي عسکر يې وژلي دي.
د اسراييلو لومړی وزير بنيامين نيتنياهو وايي، چې حزب الله پر اسراييلو بريد کړی او د سخت ځواب ورکولو ګواښ يې وکړ.

اسراييلي حکومت د هېواد شمال کې «حيفا» او «روش بينا» هوايي ډګرونه د امنيتي ستونزو له امله تړلي دي.

د لبنان امنيتي سرچينې وايي، چې حزب الله تېره شپه اسراييلي سرحد ته څېرمه خپل مرکزونه د دې لپاره خالي کړي وو، چې پر اسراييلي عسکرو بريد وکړي.

اسراييلي صدر اعظم په خپله وروستۍ وينا کې ګواښ کړی، چې څوک د لبنان سرحد ته څېرمه دوی سره شخړې او جګړې کوي، بايد غزه له ياده ونه باسي.

نيتنياهو اسراييلي تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل«اسرييلي عسکر هر ډول بريدونو او بمباريو ته تيار دي او ډېر ژر به د خپلو عسکرو غچ واخلي.»

ترينګلي حالات

عربي رسنۍ وايي، چې د اسراييلي عسکرو له وژنې وروسته د لبنان سرحد ته څېرمه حالات ډېر ترينګلي دي د لبنان شمال کې د اسريلي الوتکو بريدونه روان دي او د سيمې خلک له خپلو کورونو په وتو دي او حزب الله خپل ټول عسکر د جګړې سيمې را ټولوي او اسراييلو سره د جګړې لپاره تياری کوي.

اسراييلي عسکر وايي، چې د دوی بريدونه به تر ډېره روان وي او خپلو وژل شوو عسکرو غچ به اخلي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې اسراييلي عسکرو د قوماندان په ګډون د حزب الله شپږ غړي وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x