د پل چرخي زندان
د پل چرخي زندان

د غزني چارواکو ۷ بنديان د خوشې کولو په پلمه پلچرخي زندان ته انتقال کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت امنیتي چارواکو ددغه ولایت د مرکزي محبس څخه ۷ تنه بندیان د خوشې کېدو په پلمه د دغه زندان څخه د پلچرخي زندان ته انتقال کړي.

د غزني ولايت اوسیدونکو او ددغو بندیانو کورنیو نن ټکي اسيا ته وويل د دوی خپلوان چې د غزني ولایت په مرکزي زندان کې بندیان وه، د خوشې کېدو په نامه له غزني څخه کابل ته انتقال شوي دي.

د بندیانو کورنیو نن ټکي اسیا ته په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د انتقال شوو بندیانو د بند موده پوره شوې خو دولت بیا هم دوی نه خوشې کول.

دوی وویل چې ۱۱ ورځې وړاندې دغو ۷ بندیانو له دې امله په غذايي اعتصاب لاس پورې کړ چې د قانوني بند د تېرولو سربېره په زندان کې ساتل کیږي.

د بندیانو کورنیو په وینا ۹ ورځې وړاندې د غزني ولایت امنیتي چارواکو له بندیانو سره ژمنه وکړله چې خوشې کوي به يې خو وروسته دولت بندیان له زندانه ویستي او مړي ژوندي یې ورک کړي.

دوی وویل: «اوس راته معلومه شوه، چې بندیان د پلچرخي زندان ته انتقال شوي دي او هلته بې ګناه په زندان کې اچول شوي».

د بندیانو کورنیو له عدلي او قضايي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی بندیان دې خوشې کړي او په ناقانونه توګه دې  په زندان کې نه اچوي.

دوی د هغو بندیانو چې د څرخي پله زندان ته سربېره پر دې چې د بند موده یې پوره شوې، انتقال کړي، نومونه دا یاد کړل:

۱- حبیب الله

۲ – حمدلله

۳ – ميرا خان

۴- ولي محمد

۵ – محمد طاهر

۶ – هارون

۷ – حاجي اسد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د