افغانستان

ختیځ کي دایساف دوه سرتیري ووژل ش

french-army-fr(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۴) ايساف د افغانستان په ختيځ کې د جلا جلا پيښو له امله د خپلو دريو(3) تنو عسکرو د وژل کيدو خبر ورکړ. تيره ورځ ناوخته په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه  په را رسيدلي اعلاميه کې ويل شوي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په ختيځه برخه کې د ايساف دوه(2) سرتيري د يو ماين د چاوديدو له امله ووژل شول.

همدا راز ا علاميه زياتوي چې په همدې ورځ د افغانستان په ختيځ کې د يوې غير جنګې پيښې له امله د ايساف ټپي شوي عسکر ساه ورکړه. ايساف د خپلي پاليسۍ تر مخې د وژل شويو عسکرو د وژل کيدو دقيق ځايونه او د هغوي هويت ندي ښودلي. له بلي خوا د طالبانو وياند ذبيح الله “مجاهد” وويل چې تيره ورځ  ماسپښين په سيمه ايز وخت د درې بجو په شا او خوا کې د پکتيکا ولايت د سرحوضې د ولسوالۍ اړوند د (شاتورو) په سيمه کې د بهرنيو قواوو پر يوه عراده موتر د طالبانو لخوا ايښودل شوي ماين وچاوديد چې له امله يي په موتر کې سپاره څلور(4) تنه بهرني عسکر ووژل شول. د دي عسکرو د وژل کيدو سره د اګست په روانه مياشت کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو عسکرو شميره پنځو(5) تنو ته ورسيده.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x