fbpx

د غاښونو کریم څه څه کولای شي؟ (انځوریز راپور)

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د غاښونو د پاکوالي لپاره د غاښونو کریم په استعمال خو هر عام و خاص خبر دی، چې کریم هم غاښونه پاکوي، هم يې له مرضونو او درده ساتي. خو له دې به نه يئ خبر چې د غاښونو کریم د مخ دانې ختموي، د لاسونو بوي ختموي او نور هغه کارونو کوي چې په اوریدو به یې هک پک شئ.

غاښونو کریم لس داسې شیان کولای شي چې تاسو حیرانولای شي.

د لاسونو بوي ورکوي

— اسکرین شاٹ

هوګه یا پیاز د پرې کولو وروسته که لاسونه ومینځل شي بیا هم هغه بوي پرې پاتې کیږي او آن تر دې چې صابون هم د پیازو او هوګې د بوي په ورکولو زور نه رسیږي، خو که لږه اندازه د غاښونو کریم په لاس باندې وموښل شي او بیا ومینځل شي، د لاسونو بوي به ډیر ژر ورسره ورک شي.

د جواهراتو «سره او سپين زر» پاکوي

— اسکرین شاٹ

ددې پر ځای چې د سپينو یا سرو زر د پاکولو لپاره زرګر ته ورشئ او ډيرې پیسې ورکړئ، لنډ یو کار وکړئ چې د غاښونو کریم یو ځل و ازمویئ. بس د غاښونو کریم لږه اندازه د جواهراتو د پاسه ولګوئ، د ګوتو په څوکو يې ومږئ او بیا یې په رخت صاف کړئ، ګورئ چې د غاښونو کریم څه کوي؟!

له دیوالونو رنګونه او خطونه ورانوي

— وکی پیڈیا فوٹو

ماشومان خو ګلان دي، خو په شوخۍ کې بیا له چا کم نه دي. ماشومانو د نورو شوخیو سربېره په دیوالونو د خطونو لیکلو او رسمونو اچولو ډير شوقیان وي، چې مېندې يې بیا په صفا کولو کې له ستر چېلینج سره مخ وي. که مېندې دغه خطونه او رسمونه پاکوي نو غاښونو کریم سخت کار ورکوي، بس دومره تکلیف دې وکړي چې د غاښونو کریم دې لږ په رخت باندې واچوي او بیا دې داغ شوي ځایونو پرې پاک کړي، په ثانیو کې به ډیر فرق وویني.

د لوبو عینکې پاکوي

— آن لائن فوٹو

د لوبو عینکې د ډیر استعمال سره خیری نیسي او ناپاکه کیږي، چې د پاکوالي لپاره يې اوبه هم بیا کار نه ورکوي، خو غاښونو کریم بیا هغه څه چې نور یې له کولو عاجز شي، سرته رسوي. بس لږه اندازه د غاښونو کریم د عینکو په شیشو واچوئ او په خيشت رخت باندې عینکې پاکې کړئ، عینکې به مو نوې جدید شي.

د مخ دانې او داغونه ورکوي

— بشکریہ منٹس ڈاٹ کام

که څه هم ددې اوریدل حیرانوونکي دي خو حقیقت دادی چې د غاښونو کریم استعمال د مخ دانې او داغونو په ورکولو کې مهم رول لوبوي. لږه اندازه د غاښونو کریم د مخ په هغه برخه چېرې چې دانې دي، ولګوئ او بیا یې پاک کړئ، تر پاکولو وروسته به د غاښونو کریم اثر ډیر ژر وګورئ.

د نوکانو ساتنه کوي— اسکرین شاٹ

نوکان هم لکه غاښونه ډیرې ساتنې ته اړتیا لري. د غاښونو کریم د غاښونو سربېره نوکان هم صحت منده ساتي. که خپل نوکان هره ورځ د غاښونو په کریم ومینځئ نو یو خو به مو نوکان پاک سوتره او ځلېدونکي وي او بل پلو به مو نوکان ښه ښايسته او صحت مند وي.

د ماشومانو د بوتلونو بوي ورکوي— آن لائن فوٹو

د ماشومانو بوتلونه اکثر بدبويي پیدا کوي چې دغه بدبويۍ د ختمولو لپاره د عامو لوښو د صابون او یا نورو کیمیکل مواد هم بدبويي نه ورکوي. په داسې حالاتو کې که د غاښونو کریم استعمال شي نو کافي ډیره فایده کوي، د غاښونو کریم دغه بدبويي ډيره په اسانۍ سره ورکوي.

د ګیلاسونو پاتې شوې دایروي نښې پاکوي— اے پی فوٹو

یو بل کار چې د غاښونو کریم يې په ډیره موثره طریقې سره کوي، هغه د لرګیو یا شیشو د میزونو څخه د یخو اوبو د ګیلاسونو او یا هم د چایو د پیالو او نورو څخه پاتې شوې دایروي نښې پاکوي. د ګیلاسونو او پیالو څخه پاتې شوې نښو پاکول ډیر ستونزمن وي خو غاښونو کریم دا کار بیا ډیر په اسانۍ سره کوي.

قالینو او فرشونو داغونو پاکوي— رائٹرز فوٹو

قالینې یا فرشونه چې یو ځل داغمن شي بیا یې نو پاکول ډیر سخت وي، خو دا کار هم د غاښونو کریم په ډيره اسانه سره کوي. بس دومره وکړئ چئ د غاښونو کریم په داغ شوي ځای واچوئ او بیا یې په دسمال یا يې په لاسپاک باندې پاک کړئ، د قالینې داغ به مو داسې په اسانۍ سره پاک شي چې تاسو به خپله ورته هک پک شئ.

د شیشو دروازې پاکوي او ځلوي— وکی پیڈی افوٹو

که مو په کور کې د شیشو دروازې وي نو لیدلي به مو وي چې که لاس پرې ولګیږي، چاپ پرې پاتې کیږي او ژر خیرنیږي، او بیا بیخي ډیرې زیاتې بدې ښکاري، خو د غاښونو کریم پر مټ کولای شي چې شیشې نه یواځې پاکې کړئ بلکې داسې یې وځلوئ چې د لیدونکو سترګې بريښ وکړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شيرعلي
میلمه
شيرعلي

د خوست ولایت امنیت د نورو ولایتو په پرتله با امنہ ولایت دی او دا خبره خوستوال پہ ڈاڈ سره کوی

جابر نعماني
میلمه
جابر نعماني

اوه یاره شیرعلي صاحب: ما چي ویل چي د غاښو په کریمو د خوست ولایت پاکوي….

سعيد
میلمه
سعيد

د نن ټکی آسیا پانې له چلوونکو نه ډیره مننه کوو، چې لکه د طالبانو په شان تنګ نظري نه دي، د ښځو ډولي تصویرونه نشرول ناروا نه ګڼي.