افغانستان

نصیر درانی د کلیو د پراختیا وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت د اجراییه رییس لخوا د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند انجنیر نصیراحمد دراني نن د ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه.

د ولسي جرګې ۱۴۵ غړو نوموړي د تایید رايې ورکړې چې له کبله یې نوموړي دغه وزارت ته لاره وموندله.

دراني په نورو رایو کې ۷۱ مخالفې، ۵ باطلې او ۱۹ سپينې وې.

نوموړی د حزب اسلامي افغانستان (ارغندیوال) ډلې لخوا د ګډحکومت اجراییه ریاست ته معرفي شوی و.

نصیر درانی څوک دی؟

نصیر احمد درانی د حاجي شاه محمد زوی په ۱۳۳۱ل کال کې د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې زیږیدلی.

ابتدايي او متوسطه زدکړې يې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې سرته رسولي. وروسته يې د تخنیک په لیسه کې بريښنا په څانګه کې ثانوي زده کړې کړي.

درانی لوړې زده کړې د کابل په انجنیرۍ پوهنځي او وروسته د امریکا د نبراسکا پوهنتون کې سرته رسولي.

نوموړي تر دې وړاندې د کانونو او پترولیم وزارت کې د پانګې اچونې د مدیر په توګه پاتې شوې.

درانی پخوا د حزب اسلامي افغانستان (حکمتیار) سره و، اوس مهال له دغې ډلې جلا شوی او په کابل کې د حزب اسلامي افغانستان (ارغندیوال) ډلې له مشرانو څخه دی.

نوموړی اوسمهال د وزارت سربېره د کانونو او پترولیم وزارت معین هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x