ورزش

افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته له پوره غړیتوب سره لار وموندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې اعلان وکړ چې افغانستان لوبډلې د ۲۰۱۹ زیږیدیز کال نړیوال جام ته له پوره غړیتوب سره لار موندلی.

د کرکټ نړیوالې ادارې د افغانستان او ایریلینډ لوبډلو ګډون په ۲۰۱۹ زیږیدیز کال نړیوال جام کې تایید کړ. کرکټ نړیوالې ادارې د لوبډلو درجه بندۍ په اساس ۱۰ غوره لوبډلې نړیوال جام لپاره اعلان کړ.

کرکټ نړیوالې ادارې په وینا د ۲۰۱۷ کال دسمبر میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې به ۸ غوره لوبډلې په مستقیم ډول ۲۰۱۹ زیږیدیز کال نړیوال جام ته لار پیدا کوي او پاتې ۴ لوبډلې به د سیالیو له لارې دغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

د کرکټ نړیوالې ادارې پریکړې په نتیجه کې به افغانستان او ایرلینډ له دې وروسته کرکټ نړیوال لیګ کې لوبه نه کوي. په نړیوال لیګ کې به د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ځای به د نیپال او کینیا لوبډلې ونیسي او نړیوال جام ته لار موندنې لپاره به له نورو لوبډلو سره لوبې کوي.

کرکټ نړیوال جام د هانګ کانګ، نمیبیا، نیدرلینډ، پاپوا نیو ګانا، سکاټلینډ، متحده عربي امارات، نیپال او کینیا لوبډلو تر منځ دوه کلن سیالۍ په لار اچوي چې د دغې سیالۍ پیاوړي لوبډلې به ۲۰۱۹ زیږیدیز کال نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

افغانستان او ایرلینډ لوبډلې به بیا هم په د کرکټ نړیوالې ادارې انټرکانټینینټل سیالیو کې د هانګ کانګ، نمیبیا، نیدرلینډ، پاپوا نیو ګانا، سکاټلینډ او متحده عربي اماراتو په خلاف لوبو ته ادامه ورکوي.

کرکټ نړیوالې ادارې اجرایوي مشر وویل:« په دې وروستیو کې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو خپل وړتیا ثابته کړې او مونږ پریکړه کړې چې د کرکټ نړیوالو لوبو کې ډیرې لوبډلې ګډون وکړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x