ادبي لیکنيپښــــتو ادب

څرنګه لیکوال شم؟

قاري سعید
د لیکوالۍ پیل

کله مو چې له ځان سره پوخ هوډ وکړ چې غواړم لیکوال شم ، او له خپل دې هدف سره له خپل شوق او مینې هم ډاډمن شوئ ، نو بیا قلم او کاغذ راواخلئ او په لیکلو پیل وکړئ .

شاید دغه مهال له دې سوال سره مخامخ شئ چې ( څه ولیکم ؟ ) دلیکوالۍ ماهرین وایي ، ترټولو لومړی باید دقلم رکود ( ځای په ځای والی ) مات شي ، قلم باید روان کړئ ، مطلب داچې هرڅه چې وي ، خو ضرور باید یوڅه ولیکئ.

ددې لپاره چې قلم مو روان شي لومړی باید داسانه موضوعاتو په لیکلو پیل وکړئ مثلا :

۱ ــ خپل ځان معرفي کړئ ، خپل لنډژوندلیک ولیکئ ، ځکه په خپل ځان او ژوند ضرور پوره علم لرئ .

۲ ــ ددې لپاره چې درته اسان وي ، لومړی علمي او نظري مسائل پریږدئ ، بلکې په مشهودو شیانو لیکنه وکړئ ، چې شاید تاسو ته یې توصیف اسانه وي ، مثلا دخپل چاپیریال په اړه یوه معلوماتي لیکنه ولیکئ ، دخپل ښار ، کلي ، کور ، مدرسې ، ښوونځي او یا ملګرو په اړه توصیفي لیکنه ولیکئ .

۳ ــ شاید دغه مهال دځینو مسائلو په اړه دتوضیحاتو ورکولو یا تحلیل پر مهال تاسو دابتدایئ استعداد له امله دکمترۍ احساس وکړئ ، او لیکل ودروئ ، خو ګورئ په دې مرحله کې هیڅکله په خپلو لیکلو دشرم اوکمترۍ احساس مه کوئ ، په یاد ولرئ چې دغه مرحله ( دځان لپاره دلیکوالۍ ) مرحله ده ، تاسو تراوسه دنورو لپاره لیکوالي نه ده پیل کړې ، ددغې مرحلې لیکنې تاسو په مطبوعاتو کې نه خپروئ ترڅو له عامه قضاوت سره مخامخ او کمزورۍ یې نقد شي ، نوځکه باید هیڅ دکمترۍ او شرم احساس درباندې غالب نه شي ، په هره وجه چې ممکنه وي خپل قلم روان وساتئ ، ترڅو له لیکلو سره عادي شئ .

۴ ــ دمشهودو شیانو او پدیدو له ظاهري تعریف وروسته کرار کرار معنوي اړخ ته ورواوړئ ، مثلا دخپل کلي ، ښار ، موټر ، کمپیوتر یا بل معلوم الحاله پدیدې مثبت او منفي اړخونه وڅیړئ ، له نورو سره یې پرتله کړئ ، دباید او شاید په مرسته یې له مثالي پدیدې سره وارزوئ ، چې که داسې وای ډیر به ښه وو ، په دې ډول یې له ظاهري توصیف سره سره معنوي اړخ هم وڅیړئ ، ترڅو مو دتحلیل قوه ژوندۍ شي .

۵ ــ کله مو چې دظاهري معلومو پدیدو په اړه پرلپسې لیکل وکړل ، او تریوه حده مو قلم روان او نثر قوي شي، دغه مهال تاسو (دملګرو لپاره دلیکوالۍ ) مرحلې ته رسیږئ ، په دې مرحله کې هم تاسو داسانه مسائلو او موضوعاتو په اړه لیکل کوئ ، خو خپلې لیکنې به یوازې له ځان سره نه ساتئ ، بلکې له خپلو ملګرو سره به یې هم شریکوئ ، چې کیدای شي دهغوئ لخوا لوستل او تقدیر یې ستاسو دحوصلې دزیاتوالي سبب شي ، خو په دې ملګرو کې مو ضرور باید یو څو لیکوال ملګري هم وي ، ترڅو ستاسو په لیکنو ابتدائي نقد وکړي ، او دلیکنو مثبت او منفي اړخونه درته په ګوته کړي .

په موضوعاتو کار لرل

ددې لپاره چې قلم مو روان ، نثر مو قوي او دتحلیل استعداد مو وده وکړي ، ترټولو مهمه داده چې له مختلفو موضوعاتو او مسائلو سره ځان مخامخ کړئ ، په هره موضوع کار ولرئ او یو څه پرې ولیکئ ، له شخصي ژونده نیولې ، بیا دچاپیریال ، کلي ، ښار ، هیواد او نړۍ ترمختلفو خوږو ترخو اجتماعي ، سیاسي او نورو مسائلو پورې . دا مهال چې تاسو دځان او نږدې ملګرو لپاره دلیکوالۍ په مرحله کې یاستئ کولای شئ هرډول مسائل په ازاده توګه وڅیړئ ، دلیکوال کیدلو لپاره ترټولو بنسټیزه او د پام وړ مرحله همدا ده ، چې که هرڅومره خواري په کې وکړئ شاید په هماغه اندازه مو استعداد وده وکړي او ډیره ګټه ترلاسه کړئ .

په دې مهال شاید له ځینو ستونزو سره هم مخامخ شئ ، مثلا کیدای شي ځان یا بل څوک درته ووایي چې ولې عبث په غیرضروري موضوعاتو وخت ضایع کوئ ، قلمونه تشوئ ، او کتابچې ډکوئ ، ددې پر ځای باید یو دګټې وړ مصروفیت ځانته پیدا کړئ .

خودا بهانه چې تاسو دلیکوالۍ په خواله مزله راګرځوي هیڅکله باید له تاسو هدف ورک نه کړي، او نه مو حوصله ستومانه کړي ، تاسو باید هره شیبه دا درک کړئ چې دغه لیکل عبث نه دي ،که څه هم چې دالیکل څوک نه ګوري او نغده ګټه یې نشته ، خو دا دهدف په خوا دګام اخیستلو په معنی دي ، چې تاسو خپل نهایي هدف ته نږدې کوي او له دې پرته نه شئ کولای لیکوال شئ .

په دې مرحله کې باید په ورځ کې لږترلږه یو ساعت ضرور لیکلو ته ورکړئ ، که چیرې دبحث وړ موضوع په نظر نه درځي کوښښ وکړئ چې دعمومي موضوعاتو په اړه خپل غبرګون څرګند کړئ ، یوه شیبه ځان سیاسي محلل فرض کړئ ، او دیوې سیاسي ورځنۍ موضوع په اړه خپل برداشت ارائه کړئ ، په دې مرحله کې ورځني مطبوعات لکه راډیو ، اخبار انټرنټ او نور هم باید تعقیب کړئ ، ترڅو مو دتحلیل لپاره اړین معلومات ذهن ته راشي ، په دې مرحله کې کولای شئ ، دیوې داسې موضوع په اړه لیکنه پیل کړئ ، چې تریوه حده دوامداره وي ، دهماغې موضوع په اړه هره ورځ چې له رادیو څخه څه اورئ ، هماغه معلومات یادداشت کوئ ، او بیا یې په رڼا کې خپلې مسلسلې لیکنې ته دوام ورکوئ .

نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x