شعـــــرونهپښــــتو ادب

زه چانټه د ذالجلال یم -حماد

مولوي عبدالاحد حماد

زه چانټه د  ذالجلال یم
زه د  خدای له غشو ډک یم
قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم
په د ې ځمکه خلافت د آدم غواړم
زه لرم تر هندوکش مضبوطي مټي
د  شمشاد په څېر مي هسکه د ننګ غاړه
په سخا کې د  آمو په څېر بهېږم
بدخشان مي د ښایست د غاړي هار د ی
زه د  لمر سکنی ورور یم
په ښایست بسیا کهول یم
زه لرمه له بدرنګو سره کرکه
زما تر ستورو روڼ مزاج د ی
په هر رګ کې مي توحید د ی اخښل شوی
زه تک سپين یم
زه شفاف یم
لکه ستا د سترګو اوښکه
د زهرا د سترګو اوښکه
خدای مي ایښی په شیطان باندي خراج د ی
د خدای غشی یم رسا تر هغو وځم
چې د  خدای په ځمکه خپله خدایي غواړي
خراسان یم د  مهدي د  لښکر ځاله
په عیسی پسي مي کړې اقتدا د ه
په ګېره کې مي راګير ښکارې د جاله
زه چانټه د ذالجلال یم
زه د خدای له غشو ډک یم
قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم
په دې ځمکه خلافت د آدم غواړم
رښتیا څنګه ؟
په ایمان دي راته وایه
تې راښیه تې را شماره
روسان چیرته په ګونډو شول
د چنګېز لښکري څنګه تار په تار شوې
د میوند تاریخ دي لوستی ؟
ها د ننګ ټپه دي زده د ه ؟
سومنات چا په ګونډو کړ
د چا راج په اصفهان وو
په ګورګين پسي د چا آسونه ځغاستل
کوم لاسپوڅي ترې بادار ته سوبه وړې
راته وایه د کابل شینکی آسمانه
نجیب څه شو روس یې څه شو
د ببرک مړی د کوم ماهي خوراک شو
مکناټن له کوم ارمانه سره ومړ
راته وایه د کابل شینکی آسمانه
شاه شجاع درنه په تېښته څنګه خلاص شو
بیا د کوم لاسپوڅي مړی په دار غواړې
که خدای کړه
نو دا ارمان به دي پوره کړي
زما بل شان پرګنې دي
بس د خدای غشي نیزې دي
نه خلاصیږي نه ماتیږي
فرشتې دي فرشتې دي
واه د رانه پټکي یې ځار شم
په خدای بدر یې را یاد کړ
پس له څوارلس سوه کاله ی
د خیبر غزا انځور کړه
الفاروق د عمري حماسې نښه
زما بچو د تن په وینو تمثیل کړې
زما وِرد همېشه حی علی الجهاد دی
استهشاد مي په بچو باندي آباد دی
د هالبروک په څېر یې ډېر کړل زاره چاودي
ولچکونه یې کړل مات ترځمکه لاندي
مست آمو چې په نڅا اوړي را اوړي
بویه بیا په یرګنک د غزا ډول ته
د طالب عنبري څڼي نڅېدلي
دنګ پامیره ! دنګ پامیره !
تر واورين څادر دي ځار شم
نن خو کټ مټ لکه ملا د اسي ښکارېږې
د دمشق په مناره دي نظر لګي
خدای دي مه کړه بې طالبه
د اقصی سپين امامت دي مبارک شه
د ایمان زړه
د قرآن زړه
یسین څومره په خدای ګران دی
د مؤمن زړګی خو آن عرش الرحمن دی
زه چې زړه د نیم جهان یم
مالومیږي په خدای ګران یم
زه سپېڅلی خراسان یم
زه مشهد د پيغمبر د صحابه وو
زما په غېږه کې ویده پيغمبران دي
زه په د ین یمه زر ځله شهید شوی
هره څانګه مې په وینو لمبېدلې
د تنکۍ لور ناهيدې داغ مي په زړه دی
زهرا زما په پلاوه شوله شهيده
د شهیدې ناوې هار مي مخته پروت دی
د لونګو ونې !
چا کړې مرورې
لکه ستا د زنې تور خال
زما په زړه لکه غاټول خال
ستا د مړو سترګو آزار دي راپسې شي
که په تاپسې هم مړاوی نشوم یاره
دادی هسکه غاړه لاړمه تر داره
زما په خټه کې د مینې اور کرلی
په ښایست د ذالجلال مې دې قسم وي
زما له غېږي عرفان اوج ته رسېدلی
زه چانټه د ذالجلال یم
زه د خدای له غشو ډک یم
قناعت مي ملایکوته ورکړی
انسانیت ته لاس په نام یم
په دې ځمکه خلافت د آدم غواړم
بست بابا
سخي بابا
بابا ولي صاحب !
ګلابونه
زیارتونه
سیابندونه
د حمزه پاره سینه، د بلال کړیکي
شهیدغاښ د پيغمبر، د احد کاڼي
خدایه ستا درانه حضور ته مې شفیع دي
یو وار بیا
زما امام هغه امین کړه
بیا حاکم په ما امیرالمؤمنین کړه
بیا حاکم په ما امیرالمؤمنین کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

زماأمین دی ټول أولسه پری أمین کړه،بیاحاکم په ماأمیرالمؤمنین کړه،بیاحاکم په موږأمیرالمؤمنین کړه،،حمادصاحب یوه دنیامننه په ژبه أوقلم موبرکت شه.

ډاکتر احمدی

حاکم امیر مومنین خو وایی خو پام کوه چی هغه تور بیرغی درپسی رانشی – او بیا د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی کیسه درباندی تکرار نشی – چی دا منډی تړلی مو به سین لاهو شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x