
ولسي جرګې نن ژمنۍ رخصتي پیل کړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې له نږدې لس میاشتې کار وروسته نن خپله ژمنۍ رخصتي پیل کړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې له سبا – نن پنجشنبې – سره جوخت ژمنۍ رخصتي پیل شوه.
له قانوني اړخه د روانې لمریزې میاشتې په پیل کې ولسي جرګې قانوني رخصتي بايد پیل کړې وای، خو د ګډ حکومت د ناندریزې کابینې د معرفي او هغوی ته د باور رايې په خاطر يې خپله رخصتي وځنډوله.
ولسي جرګې پرون اتلسو نوماند وزیرانو ته د باور رايې ورکړې، چې د ملي امنیت د رییس په ګډون يې اته نفره تاييد او لس نور رد کړل.
پر دې سربېره ولسي جرګې پرون د را روان لمریز کال لپاره مالي بودجه هم تصویب کړه.
د را روان لمریز کال لپاره ۴۳۶میلیارده او ۱۷۲میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوې دي.
د ټولې بودیجې له منځه ۲۸۳ میلیادره افغانۍ د عادي بودیجې په برخه کې او ۱۵۲ میلیارده افغانۍ د انکشافي بودیجې په برخه کې دي.
دغه راز ولسي جرګې تر دندې وروسته د ځينو لوړپوړو چارواکو لپاره د ځانګړو امتيازونو په اړه د پخواني ولسمشر فرمان هم رد کړ او ويې ويل چې دې برخې ته هم پيسې په بوديجه کې نه شاملېږي.