افغانستان

ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدالزي ویلي چې چاودیدونکي توکي د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د افغان ترک لیسې سره نيږدې ځای پر ځای شوي وو چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې چاودنه  سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې رامنځته شوه او نور چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم چاودنه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې چاودیدونکي توکي د خرما د ونې لاندې ځای پر ځای شوي وو چې له کبله یې یو سپيلنی دودوونکی ماشوم وژل شوی دی.

مشرقیوال زیاته کړې چې نور چاته زیان نه دی رسېدلی او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې په روانه اونۍ کې په جلال اباد ښار کې دا درېیمه چاودنه ده چې کیږي. تر دې وړاندې د سرحدي پولیسو په یوه رینجر موټر او تر هغه وروسته د بابا ولي په نوم یو هوټل چاودنې وشوې. دغو چاودنو مرګ ژوبله درلودله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x