افغانستان

طالبان : تلیفوني شرکتونه دې دشپې لخوا فعالیت ودروي

.

نن ټکی اسیا : طالبانو دګرځنده موبایل کمپنیو ته د شپې له خوا دمخابراتي انتنونو د بندولو امر کړي .د مؤسیساتو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم دکمیسیون له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ګواښ کړی که چیرې نوموړې کمپنۍ داسلامي امارت له پرېکړې سرغړونه وکړي نو دهغوي سر ، مال او وسائط به په امن نه وي .

 

نن ټکی اسیاته هم دنوموړې خبرپاڼې یوه مسوده ليږل شوې چې دادۍ کټ مټ یې ستاسې مخې ته ږدو .

 

دمؤسيساتواوشرکتنودکنټرول اوتنظيم کميسيون خبرتیا 

 داچي دښمن دټولونړیوالواصولو خلاف له ټلیفوني شبکو څخه زموږ دمؤمن ولس او مجاهدینو په ضد استخباراتي کار اخلي نوسرله سبا(4-8-2011)څخه دګرځنده تليفونوټولوکمپنيوته خبرورکول کيږي چي دکندهارپه ښارکي دماښام له اووبجونه دسهارترشپږوبجوپوري خپل روان فعاليت اوانتنونه بندکړي اوداسلامي امارت دمجاهدینوله خواصادري شوي پريکړي ته غاړه کښيږدي . دمخالفت په صورت کي دشرعي نګاه نه تاسوباغيان بلل کيږئ اوپه آينده کې به ستاسوسر،مال اووسایط په امن نه وي اوستاسواړوندانتنونه به دهيوادپه هرګوټ کي تخريب اوله منځه وړل کیږي .

والسلام

دافغانستان داسلامي امارت

دموسيساتواوشرکتنودکنټرول اودتنظيم دکمیسیون له خوا

1432-9-3 هق

2011-8-3 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x