افغانستان

د غزني په اندړو کې د ۱۱ اربکیانو د وژنې خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د غزني ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار طالبانو ۱۱ اربکیان وژلي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ویلي چې سهار وختي طالبانو د اندړو ولسوالۍ د عالم والو په سیمه کې د سیمه ییزو اربکیانو پر یوې پوستې برید وکړ.

د ننګ له قوله په برید کې ۱۱ اربکیان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي او په خبره یې سیمې ته د دوی نور امنیتي سرتیري رسیدلي او له طالبانو سره یې جګړه پیل کړې.

د والي ویاند د ۷ طالبانو د وژنې او ۶ د ټپي کېدنې ادعا هم کړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د غزني ولایت په شلګر کې يې د اربکیانو یو مرکز نیولی او د قومندان په شمول یې ۱۸ اربکیان وژلي او ژوبل کړي.

طالب ویاند زیاته کړې چې برید یې ددغې ولسوالۍ په علم خیلو سیمه کې د اربکیانو په یوه مهم مرکز بېګا د شپې مهال کړی دی او د لږ مقاومت وروسته يې ۱۴ اربکیان وژلي او ۴ نور چې یو قومندان عبدالله – سلطان هم په کې شامل دی ژور ټپیان دي.

مجاهد له قوله د اربکیانو د مهم مرکز تر نیولو وروسته يې ټوله شته سپکه او درنه وسله «غنیمت کړې».

«وروسته له دې چې مرکز فتحه شو، هلته شته ټوله سپکه او درنه وسله، یو ميل هوان، یو ميل زیکويک، يو ميل هشتادو دو، ۱۲ ميله کلاشینکوف او ډير نظامي توکي، مهمات او اسباب غنیمت شول».

طالب ویاند هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکې په برید کې د دوی ۷ ملګري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي، نوموړی وايي چې « د نښتې په پيل کې یو تن مجاهد سطحي ټپي شوی ده. نور دښمن د مقابلې توان او فرصت نه ده موندلی او مجاهدینو ته نور زیان نه ده اوښتی».

د یو بل خبر له مخې د لغمان ولایت مرکز اړوند په مصري کلا کې کې په اربکیانو چاودنه شوې.

د لغمان ولایت چارواکي وايي برید د اربکیانو په یوې رینجر موټر شوی دی چې له کبله یې ۱ اربکی سیداجان او ۳ نور کسان وژل شوي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x