fbpx

ډېری امريکايان منځني ختيځ کې د اوباما پاليسي ناکامه بولي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۳ل): فاکس نيوز د يوې تازه تر سره شوې سروې له مخې وايي، چې ۵۴ سلنه امريکايان منځني ختيځ کې د امريکايي ولسمشر بارک اوباما سياست ناکامه بولي او ۲۹سلنه يې بيا په دې فکر دي، چې اوباما منځني ختيځ کې ډېر څه تر لاسه کړي دي.

د فاکس نيوز په وينا ۸۴ سلنه امريکايان فکر کوي، چې القاعده او اسلامي دولت اړوند ډلې به راتلونکي لنډ وخت کې پر امريکا او نورو لويديزو هېوادونو بريدونه وکړي، ۴۷ سلنه امريکايي ولس فکر کوي، چې اوباما امريکا د پېښېدونکو ګواښونو په اړه جدي نه دی او په دې اړه سترګې پټوي او يوازې شپږ سلنه امريکايان په دې اند دي، چې اوباما د پېښېدونکو امنيتي ګواښونو په اړه له مبالغې کار اخلي.

په سروې کې راغلي، چې ۵۸ سلنه امريکايان د اوباما له لوري د ګوانتانامو زندان د تړلو مخالف دي او ۳۲ سلنه يې د بندولو ملاتړ کوي.

د ترسره شوې سروې له مخې ۶۰ سلنه امريکايان په دې اند دي، چې د شکمنو مخالفينو د ځپلو لپاره ښه چاره د هغو ژوندي نيول او نظامي محکمو ته سپارل دي او ۲۴ سلنه يې بيا وايي، چې شکمن مخالفين بايد د ژوندي نيولو پر ځای د څارګرو الوتکو په واسطه ووژل شي.

د فاکس نيوز له خوا په دې ترسره شوې سروې کې راغلي، چې د امريکايي ولس تر ټولو ستره ستونزه اقتصادي رکود دی او تروريزم يې په دوهمه درجه کې راځي.

امريکايي ولس له چارواکو او کانګرس څخه د هېواد اقتصاد ته جدي پاملرنه غواړي؛ ځکه د امريکا اقتصاد او امنيت دواړه د شړېدو په حال کې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د