افغانستان

سرپل: د عمومي محبس زندانیانو پاڅون اعلان کړی دی

Sare_Pol_districtsنن ټکی آسیا: په سرپل کې د تیري شپې راهیسي د محبس بندیانو پاڅون اعلان کړی دی، او د زندان ساتونکي يې دباندي د زندان شړلي دي.

هغوی غوښتنه لري، چي ددوی دوسیې په سمه توګه نه څیړل کیږي، او غواړي چي یو دولتي پلاوی ورشي او هلته ددوی سره د ستونځو د هواری خبره ورکړي.

امنیتي سرچینو دا خبره منلې چي دوی پر زندان کنټرول له لاسه ورکړی،

خو زیاته کړې چي د زدان شاوخوا سیمه ددوی تر کنټرول لاندي دي، او زیات شمېر امنیتي ځواکونو را ټول شوي دي.

ویل کیږي چي د زندان په یو طرف کي اور هم بل شوی دی.

تر اوسه په زندان کي دننه د دوو تنو پولیسو د ټپی کیدو خبر ورکړی دی.

د محبس مدیر جنرال محمد افندي رباطی هم رسنیو ته ویلي وه چي تیره شپه دی هم د بندیانو له خوا د نیم ساعت لپاره یرغمل شوی وو، او بندیانو کوشش وکړ چي په ډله ایزه توګه وتښتیږي، خو ونه توانیدل او پولیسو دی د هغوی د منګلو څخه را خلاص کړ.

د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چي اوس هم د محبس څخه د الله اکبر ناري پورته کیږي، او د محبس ټوله واک د بندیانو په لاس کي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x