ورزش

د پاکستان هېلې یو ځل بیا په را زرغونیدو شوې؛ عامر باندې لګیدلي بندیزونه لرې شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): پاکستانی ځوان کرکټ لوبغاړي محمدعامر ته د شاوخوا ۵ کلونو بندیز وروسته یو ځل بیا د کرکټ کولو اجازه ورکړل شوه.

محمد عامر تقریبا ۵ کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کې د سپاټ فیکسنګ (د لوبې د بایللو لپاره پیسې اخېستل) په یوې قضیه کې پړ ثابت شو چې له امله یې د کرکټ نړیوالې شورا نوموړی د ۵ کلونو لپاره د کرکټ کولو څخه منع کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا ((ICC نن په دوبۍ کې تر یوې ناستې وروسته وویل چې د کرکټ د قوانینو د فساد د ۶مې مادې اتم بند له مخې محمد عامر په سزا کې تخفیف شوی او نوموړي ته په سیمه ییزه کچه د کرکټ کولو اجازه ورکړل شوه.

یاده دې وي چې محمد عامر په ۲۰۱۰ کې د انګلستان په لارډز میدان کې په یوې ټيسټ لوبه کې د دوه نورو پاکستاني لوبغاړو سلمان بټ او محمداصف سره یوځای د لوبې د فکس (د پیسو په مقابل کې لوبه بایلل) کې پر دوی لګیدلي تورونه ثابت شول چې له کبله یې ۳ میاشتې په برتانیه کې په زندان محکوم شول او د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۱ کې په محمد عامر ۵ کاله، محمد اصف ۷ کاله او سلمان بټ باندې ۱۰ کاله د کرکټ لوبې په کولو بندیز ولګولو.

په محمد عامر او محمد اصف سربېره په سلمان بټ تور و چې قصدا یې د پیسو په مقابل کې (نو بالونه) کړي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا څخه وښودل چې په محمدعامر باندې لګېدلي بندیزونو کې دې نرمي راولي او نوموړي ته دې په سیمه‌ییزه کچه د کرکټ کولو اجازت ته ورکړل شي.

محمد عامر باندې که څه هم په سیمه‌ییزه کچه د کرکټ کولو اجازت ورکړل شو، خو په نړیوال کچه لوبو ته راوتلو ته ۶ میاشتې لا هم انتظار کوي.

نوموړي باندې د نړیوالو سیالیو کې د لوبېدلو بندیز د روان کال د ستمبر په ۲مه پای ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x