شعـــــرونه

غزل – چنار ټکور

څومره درپه دریې څومره ستړی یې
ژونده! زه دي پېژنم نیمګړی یې

ته هم لکه ماغوندي غمجن ښکا رې
ته هم ددې وران وطن وګړی یې

اوس به دي نووړمه تریوځای پوري
څه وکړمه اوس خوخدای راکړی یې

لپې لپې اوښکې مي درزار کړلې
وه! دژوند ګلابه لا ومړی یې

وخته! ته هم هیچاته څه نه وایې
بس په اوږوبار یې تیار مړی یې

زه به دي زخمونوته (ټکور) کړمه
ځکه چې دمات منګي کدړی یې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سمیع الله منصور

شعر:
مینی یو ځل به دی تر یار رسوم.
یا خوبه خپل سر زه تر دار رسوم.
مینی وعده زما له تا سره ده .
چی زه به تا تر خپل نګار رسوم.
زما دیار حال راته نه راکوي.
دغه ګیله به تر رویبار رسوم.
دباغ ګلان دی اوس پردی شوکوی.
دغه خبر به تر مالیار رسوم.
که وی هر څومره تکلیفونه په لار.
خو زه به ځان تر خپل قرار رسوم.
یا به{ منصور} پری ځان ټوټي ټوټي کړم.
یابه اسلام ترهر کنار رسوم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x