افغانستان

زابل: ترافیکي پېښې تر ۳۰ زیات مسافر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته نېږدې یوې خونړۍ ترافیکي پېښه تر ۳۰ زیاتو مسافر ژوند اخېستی دی.

راپورونه وايي چې د کابل – کندهار پر لوریه لاره شاوخوا ۱۱ بجې د زابل ولایت د مرکز کلات ښار اړوند د کاکړانو چينې په سیمه کې یو ۳۰۳ موټر له یوه ټیلر موټر سره جنګیدلی دی.

د زابل ولایت د ترافیکو ریاست مدیر سمونوال عبدالاحمد ویلي چې ۳۰۳ موټر له کندهاره کابل ته روان و چې د یو ټیلر سره یې ټکر وکړ. نوموړي د ۲۰ کسانو د مړه کیدو او تر ۳۰ زیات ژوبل کيدل تایید کړي دي.

په عین حال کې د زابل امنیه قومندان غلام سخي روغ لیوني د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې د زابل ولایت په کاکړانو سیمه کې له مسافرو ډک ۳۰۳ ډوله موټر له یو ټیلر سره ټکر کړی دی.

روغ لیوني زیاته کړې چې په پېښه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

امنیه قومندان په وینا ۳۰۳ موټر د کندهاره د کابل پر لور روان و چې د ټيلر سره يې ټکر وکړ.

په عین حال کې د زابل د ملکي روغتون مسوولین وايي چې د زیات شمېر ټپیانو حالت نازک دی او د نورو تلفاتو د رامنځته کېدو انديښنه شته دی.

تر دې مهاله د ترافیکي پېښې اصلي علت نه دی څرګند شوی خو ولې ډیرې دغسې پېښې د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي.

د ترافیکي نښو نه شتون، موټر چلوونکو بې احتیاطي، سرکونو خرابوالی په دغو لارو کې د ډيرو ترافیکي پېښو عامل ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x