د ماین په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یو سرتیری ووژل شو
نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو یو تن سرتیری د افغانستان په ختیځ کې د ماین چاودني په پيښه کي ووژل شو.
د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي دغه پيښه پرون د افغانستان په ختیځه کې هغه وخت را منځته شوه، کله چي د طالبانو له خوا یو پټ شوی ماین پر دوی باندي وچاودید، او په ترڅ کې یوه عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بهرنیو ځواکونو خپل د پالیسي له مخي د عسکر هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند کړی.