نړۍ

فرانسه: اته کلن ماشوم د ترهګرۍ په تور ونیول شو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې پولیسو یو اته کلن ماشوم وروسته له هغه ونیوه چې د «چارلي ایبدو» ګستاخې مجلې په دفتر یې د تېرې میاشتې حمله ستایلې وه.

فرانسوي مطبوعات وايي کله چې ماشوم په ښوونځي کې د یاد برید ستاینه وکړه، د ښوونځي ادارې د نوموړي د مور او پلار په اړه پولیسو ته راپور ورکړ.

د دغه راپور پر بنسټ پولیس ښوونځي ته راورسیدل، ماشوم یې ونیوه او د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره یې د پولیسو حوزې ته انتقال کړ.

له ماشوم څخه د تحقیقاتو پر مهال د هغه مور او پلار هم د پولیسو حوزې ته ورغوښتل شوي وو.

راپورونه وايي چې پولیسو له ماشوم څخه د ترهګرۍ سره د تړاو په شک دوه ساعته تحقیقات وکړل.

د ماشوم مور او پلار د ښوونځي د ادارې او پولیسو دغه کړنه ځوروونکې بللې او ویلي یې دي چې ماشوم یې له عمره دومره کوچنی دی چې په خپلو خبرو لا نه پوهیږي.

هغوی زیاته کړې چې د تحقیقاتو پر مهال چې کله محققینو له ماشوم څخه د تروریستي بریدونو په اړه پوښتنې کولې، ماشوم په دې هم نه پوهید چې ترهګري یا تروریزم څه شي ته وايي؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x