افغانستان

طالبانو د روژې په مناسبت ۵ تنه نیول شوي بنګلدیشي اتباع خوشي کړي دي

ramdhan_kareem2نن ټکی آسیا: طالبانو د روژې د مبارکې میاشتي په مناسبت د بنګلدیش هغه پنځه اتباع چي څو میاشتي تر مخه د بلخ په ولایت کې د یو ترکي کمپنۍ سره د کار په تور نیول شوي وه، خوشي کړه شوي دي.

په دغه اړه د طالبانو له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي دغو کسانو خپل په کړنو پښیماني څرګنده کړې ، او ژمنه يې کړې چي نور به د بهرني اشغالګرو سره مرسته نه کوي.

د طالبانو دغه اعلامیه چي نن ټکی آسیا هم تر لاسه کړې، د خپلو مینه والو لپاره کټ مټ نشر ته سپارې..

دپنځوتنو بهرنیو اسیرانو دخلاصون په اړه داسلامي امارت اعلامیه

څه موده وړاندې دبنګله دیش هیوادپنځه تنه اتباع چې په بلخ ولایت کې یې له یوې ترکي کمپنۍ سره   کار کاوه داسلامي امارت دمجاهدینو لخوا دیولړ عملیاتو په ترڅ کې په همدي ولایت کې ونیول شول. داچې دڅو میاشتې بند تیرولو په ترڅ کې دبنګله دیش هیواد سره تړاو لرونکي دغه اسیران په خپلوکړنو پښیمانه او تائب شوي او دراتلونکي لپاره یې هم تعهد کړی چې بیا به په افغانستان کې له اشغالګرو قواوو سره هیڅ قسم کار او همکاري نه کوي ، دافغانستان اسلامي امارت دروژې دمبارکې میاشتې درارسیدو په مناسبت یادشوي اسیران ازادکړل .

دافغانستان اسلامي امارت هغو بهرنیو اوکورنیو کارکوونکو ته چې داشغالګرو په ګټه په شرکتونو او مؤسساتو کې کار کوي بلنه ورکوي ، چې له اشغالګرو سره همکاري پریږدي ، ځکه ددوی کار دافغانستان داشغال اوپه دي مظلوم اولس باندي دامریکا په مشر ۍ دیرغلګرو قوتونو دظلمونودلا اوږدیدو په بیه تمامیږي .

دافغانستان اسلامي امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x