افغانستان

ولسي جرګه: ګډ حکومت د دوی په رخصتي کې پاتې کابینه نه شي معرفي کولای

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې ګډ حکومت یواځې د عبدالله او اشرف غني تر منځ نه دی وېشل شوی، بلکې د ډېر نورو دلو ترمنځ هم وېشل شوی، چې د پاتې کابینې په معرفي لا هم ناندرۍ را پیدا کولای شي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازی انجینر شيرولي وردګ وايي چې د څو ډلو ترمنځ دغه ویشلی حکومت به ونه شي کولا د دوی په یوه نیمه میاشت رخصتي کې پاتې کابینه معرفي او ورته د باور رايې تر لاسه کړي.

ولسې جرګې نن خپله ژمنۍ رخصتي پیله کړه، چې پنځه څلوېښت ورځې به دوام وکړي؛ په داسې حال کې چې تېره ورځ يې د ګډ حکومت د ناندریزې کابینې یواځې اته تنه تاييد کړل.

د کابینې پاتې شپاړلسو وزارتونو او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند وزیران لا هم پخپل ځای پاتې دی، چې د ولسي جرګې د ځینو غړو له قوله ښايي د دوی په ژمني رخصتي کې ګډ حکومت د پاتې کابینې پر معرفي بریالی نه شي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د رد شویو نوماند او پاتې نوماند وزیرانو پرځای به همدا سرپرست وزیران خپلې دندې پر مخ بوځي که به نور سرپرست وټاکل شي.

ګډ حکومت د پیل په وخت کې ژمنه کړې وه، چې دوی به په حد اکثر پنځه څلوېښت ورځې کې کاري او د استعدادونو پر بنسټ جوړه کابینه معرفي کړي، خو له نږدې څلور میاشتې ځنډ وروسته يې پنځه ویشت وزیران او دوه لوی رییسان معرفي کړل، چې ولسي جرګې تېره ورځ له اتلسو تنو نه اته تنه تاييد او نور رد کړل.

افغان ولس وايي چې ګډ حکومت نږدې د کال په تېرېدو ونه شو کولای چې کاري کابینه بشپړه معرفي او خپل حکومت ته قانوني حیثیت ورکړي، تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي هم ویلي و، چې ګډ حکومت د امریکا په سفارت کې جوړ شوی او هیڅ قانوني حثیت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x