افغانستان

لغمان: چاودنې د امنیه قومندانۍ جنايي مدیر په ګډون ۱۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا کې د جنازې پر مراسمو درنې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي او ۳۹ نور يې ټپیان کړي دي.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک د پېښې د پخلي سربېره ویلي چې په چاودنه کې د امنیه قومندانۍ د جنايي مدیر سمونوال خلیل الرحمن نیازي او څلورو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

سرحدي له قوله چاودنه شاوخوا ۳ بجې د مرکز مهترلام بابا اړوند په پهلوان بابا سیمه کې د جنازې په مراسمو وشوه.

په عین حال کې د لغمان د عامې روغتیا روغتون مرستیال ویلي چې روغتون ته ۵ مړي او ۳۰ ټپیان ور وړل شوي.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

تر دې وړاندې سهار مهال هم ددغه ولایت په مرکز مهترلام بابا اړوند سیمه کې په اربکیانو چاودنه شوې وه. په چاودنه کې یو اربکی قومندان سیداجان وژل شوی و.

راپورونه وايي چې چاودنه ددغه اربکي قومندان د جنازې پر مراسمو شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x