
کابل: افغان عسکر ۳ امریکايي قراردادیان وژلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۹مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې یو افغان عسکر ۳ امریکايي قراردادیان وژلي.
رویټرز خبري اژانس د هوايي ځواکونو د مسوولینو له قوله لیکلي چې یو افغان عسکر پلازمېنې کابل په پوځي هوايي ډګر پر امریکايي قراردادیانو ډزې کړي چې له کبله یې ۳ امریکايي قراردادیان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
یاد خبري اژانس ته یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې «تر دې دمه معلومه نه ده چې ولې عسکر دغه درې مشاورین ووژل، هلته هیڅوک نه و، چې د پېښې لامل یې په ګوته کړی وی». نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.
ایساف ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې ده چې یو افغان عسکر نن په ځايي وخت ماښام مهال شاوخوا ۶:۳۰ بجې ۳ بهرني قراردادیان وژلي او په ځوابي برید کې يې بریدګر هم وژلی دی. دوی د خپلې پالیسۍ له مخې د وژل شوو کسانو هویت نه دی څرګند کړی دی.
ای بي سي امریکايي تلویزون وايي چې امریکايي چارواکو منلې چې یو افغان چې د پولیسو یونیفارم يې اغوستی و، د پلازمېنې کابل په هوايي ډګر کې د دفاع وزارت ۳ امریکايي قراردادیان وژلي.
بهرني ځواکونه چې د افغانستان دود، کلتور او دین ته سپکاوی کوي، ځېنې وختونه د دوی دغه ډول کړنې د افغاني عسکر غرور راپاروي او په دغه ډول بریدونو لاس پورې کوي.
همدا راز ویل کیږي چې طالبان په دولتي عسکرو کې پراخه نفوذ لري او دغه ډول بریدونه د خپلو نفوذي عسکر پر مټ کوي.
طالبانو تر دې مهاله د برید په اړه څه نه دي ویلي.