افغانستان

کندهار: جهادی قوماندان امیر لالۍ مړ سو

ameer_lalayنن ټکی آسیا: د کندهار د ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړه شوی، چي تیره ورځ د روژه مات پر مهال حاجي نیاز محمد چي په امیر لالي سره يې شهرت درلود، د زړه د حملې له امله ومړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چي امیر لالي د څه مودې راهیسي د زړه ناروغۍ درلودله، چي بالاخره د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د نساجي فابریکې

په سیمه کې په خپل کور کې د روژه مات پر مهال د زړه حمله پرې راغله چي بیا وروسته د میرویس روغتون ته ورسول شو، خو هلته يې په روغتون کي ساه ورکړه، او له دې دنیا رخصت سو.

حاجي نیاز محمد چي په امیر لالي مشهور وو، د روسانو سره د جهاد په وخت کې د محاذ ملي چي مشري یې پیر سید احمد ګیلاني کوله، قومندان وو، او د روسانو د وتلو وروسته يې د کندهار د یو بل قومندان ملا نقیب چي د رباني د جمعیت اسلامي قومندان وو، سره په سختو جګړو کې برخه اخیستې وه، چي په کښي زیات شمېر خلک وژل شوي وه، او هم د کندهار په ښار کي زیاتي ورانۍ رامنځته شوې وې.

هغه د ولسي جرګې په تیره دوره کي د کندهار د خلکو استازی وو، او د روانې دورې په انتخاباتو کې د انتخاباتي کمیسون له خوا ناکامه اعلان شوی وو، خو د انتخاباتو د پایلو د څیړلو په موخه چي کومه ځانګړې محکمه د ولس مشر له خوا جوړه شوې وه، د هغې د پرېکړې سره سم نومړی بیرته بریالی اعلا شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x