افغانستان

ننګرهار: په ترافیکي پيښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي

car_accidentنن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کی د موټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولایت څخه د ترافیکو د حادثاتو رئیس زرمحمد خان رسینو ته ویلي چي نن په سیمه ایز وخت یو لس بجو په شاوخوا کې د جلال اباد – تورخم پر لویه لاره درې کوچني موټر سره وجنګیدل، چي له کبله يې لږ تر لږه لس تنه ټپيان شول.

هغه وویل چي ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د بلي خوا د ننګرهار ولایت د عامي روغتیا مشر ډاکټر سیف الرحمن ابراهیم خیل ویلي چي د یادي پيښي ۱۳ تنه ټپيان روغتون ته راوړل شوي دي، چي د ځینو روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ دی.

د یادوني وړ ده چي تیره شپه په کندهار کې هم د کندهار او بولدک پر لویه لاره په ترافیکي پيښه کې نهه تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x