نړۍ

مصر: سينا کې ۴۵ مصري پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسيا (جمعه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د مصر سينا ولايت کې «انصار بيت المقدس» جهادي ډلې د مصري پوځ پر مرکز بريد کې ۴۵ امنيتي کسان وژلي او له اوياوو زيات يې ټپيان کړي دي.

انصار بيت المقدس په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، که د سيسي حکومت سينا کې د دوی پر ضد له له خپلو عملياتو لاس وا نه خلي، نو له دې وروسته به د مصري ځواکونو پر ضد خپلو نظامي عملياتو ته نور هم زور ورکړي.

عربي رسنيو د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې جهادي ډلې د سينا العريش سيمه کې د مصري پوځيانو پر مرکز توغنديز بريدونه وکړل او عيني شاهدان وايي، چې د اور لمبې او لوخړې يې په خپلو سترګو ولېدلې، چې د پوځ له مرکزه پورته کېدې او وروسته څرګنده شوه، چې د توغنديزو بريدونو په نتيجه کې د پوځ مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، چې له پېښې وروسته د جهادي ډلې او مصري پوځيانو تر منځ خونړۍ جګړه وشوه او حکومت د پېښې ځای «العريش» سيمه د خلکو پر مخ تړلې او هيڅوک سيمې ته تګ راتګ نه شي کولای او سيمه کې يې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د العريش له بريد پرته د مصر په نورو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او مرکزونو توغنديز بريدونه شوي او د مصري عسکرو او مخالفينو تر منځ څو ځايه جګړې شوي دي.

د الجزيرې خبريال د ځايي خلکو له قوله وايي، چې الماسوره سيمه کې دوه عسکر د يو کمين په ترڅ کې وژل شوي، همدارنګه الزرعب کې د مصري پوځ يو ډګروال هم په يو کمين کې وژل شوی دی.

بل پلو د پلازمېنې قاهرې شمال ختيځ سويس ولايت کې ناڅرګندو وسله والو يو بل لوړ پوړی نظامي افسر وژلی دی.
د تېر کال اکتوبر کې انصار بيت المقدس جهادي ډلې ۳۱ مصري پوځيان وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي وو.

د انصار بيت المقدس اوسنی بريد تر ټولو خونړی بريد بلل کيږي او مصري حکومت د سينا په ګڼو سيمو کې بېړنی حالت اعلان کړی او په ګرځيدو يې بنديز لګولی، مګر د دواړو لوريو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې امريکايي چارواکو پر مصري پوځ دغه بريد په سختو ټکو غندلی او زياته کړې يې ده، چې د «تروريزم پر ضد» دوی له مصر سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي، چې مصر هڅه کوي، چې د بهرنيو پانګه والو د جلبولو په موخه د مصر امنيتي حالات ډاډمن وښيي، مګر دغه هېواد کې د زياتېدونکو بريدونو او چاودنو له امله به څوک زړه ښه نه کړي، چې مصر کې پانګونه وکړي.

پر سوله ييزو مظاهره چيانو ناتاره ډزې

د روانې جنورۍ په ۲۵مه نېټه، چې زرګونو مصريانو د پخواني ديکتاتور حسني مبارک رژيم د نسکوريدو او سوله ييز ولسي انقلاب څلورمه کليزه نمانځله، مصري پوځيانو له شلو زيات سوله ييز مظاهره چيان ووژل او لسګونو نور يې ټپيان کړل، مګر د امريکا او ملګرو ملتونو په ګډون هيڅ بشري ټولنې د دغو سوله ييزو مظاهره چيانو وژنه ونه غندله.

د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته کودتايي رژيم نږدې پنځلس سوه بې دفاع ولسي وګړي وژلي او له ۲۰زرو زيات يې په زندانونو کې اچولي دي او تر اوسه هيڅ غربي هېواد او بشري ټولنو د دغو بې ګناه نيول شوو کسانو په ملاتړ غږ نه دی پورته کړی.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي: «دغه وژنې او زندانو د مصري رژيم لپاره ښه زيری نه دی او نه به له دې لارې ولسي ملاتړ راخپل کړي او له دې لارې نه شي کولای، چې په نړيواله کچه خپل باور زيات کړي، چې له اقتصادي ستونزو د خلاصون په موخه به نړيوال پورونه ورکړي او دا وژنې په ټوله کې د مصر راتلونکي لپاره هم ښه زيری نه دی او که دا وژنې همداسې روانې وي، نو مصر به امنيت په سترګو هم ونه ويني».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x