افغانستان

کندهار: په ترافیکي پيښه کې نهه تنه وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي

bas_accedent_zakhmianنن ټکی آسیا: په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پيښي له کبله ۹ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول.

د کندهار د ولایت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره ورځ ماسختن د اتو بجو په شاوخوا کې یو سراچه ډوله موټر د یو لوی باروړونکي موټر سره وجنګیدی چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله را منځته سول.

په خبرپاڼه کی راغلي چي پيښه د کندهار – بولدک پر لویه لاره د بزو څوکۍ په سیمه کې را منځته شوې، او د پيښي ټوله قربانیان نارینه دي، چي ټپيان يې روغتون ته رسول شوي، او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل سوی دی.

باید وویل شي چي د کندهار – بولدک پر لویه لاره ترافيکی پيښي را منځته کیږي، او په خاصه توګه په دغه سیمه کې دا دوهم ځل دی، چي داسی خونړی پيښه را منځته کیږي، چارواکي دداسي پيښو لامل د موټرو سرعت او د موټروانانو بی احتیاطي ښه یی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x