نړۍ

د سعودي د نوي پاچا نوي فرمانونه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د واکمن کېدو څخه یوه اونۍ وروسته په کابینه کې پراخه تبدیلۍ راوستي دي.

نوموړي د هېواد د استخباراتو رییس، ملي امنیت سلاکار په شمول لسګونه چارواکي له دندو ګوښه کړي.

د راپورونو له مخې سلمان بن عبدالعزیز د یوه فرمان له مخې د مکې او ریاض والیان هم له دندو ګوښه کړي دي.

د سعودي خبري اژانس د راپور پر اساس پرون د پنجشنبې په ورځ د سعودي د شاهي ماڼۍ څخه خپور شوي فرمان کې راغلي چې خالد بن بندر بن عبدالعزیز پر ځای به خالد بن علي  د سعودي د استخباراتو نوی رییس وي چې رتبه به یې د وزیر وي.

فرمان زیاتوي چې د پخواني پاچا شاه عبدالله خوريي او په امریکا کې د سعودي سفیر شهزاده بندر بن سلطان د ملي امنیت شورا د عمومي منشي توب او د پاچا د سلاکارۍ له دندې ګوښه شوی. شهزاده بندر په امریکا کې له تېرو ۲۲ کلونو راهیسې سفیر و.

۷۹ کلن شاه سلمان همدا راز پخواني پاچا دوه زامن هم له دندو ګوښه کړي. په دوی کې شهزاده مشعل د مکې او شهزاده ترکي د پلازمېنې ریاض والي وو.

خو د شاه عبدالله یو بل زوی شهزاده متعب يې د ملي ګارد رییس ټاکلی چې د وزیر رتبه لري.

نوموړي همدا راز د اطلاعاتو او کلتور، ټولنیزو چارو، مدني چارو، عدلیې، روغتیا، اسلامي چارو او د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارتونو ته نوي وزیران ټاکلي.

سلمان بن عبدالعزیز همدا راز د تعلیم و تربیې وزارت او لوړو زده کړو وزارت یو ځای کړي او د پوهنې په وزارت په نوم یې نومولي.

سعودي عربستان چې په کورنيو او بهرنیو ستونزو سره لاس و ګریوان دی، د شاه سلمان له اولویتونو د سعودي امنیت ټينګول دي او امکان لري چې ددغه کار په کولو سره نوموړی د سیمې نورو هېوادونو کې خپله لاسوهنه کمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
adnan

اول خبر مطالعة كوي بيا يي نشر كوي ولي جه غلط خبر نشر كول خه كار نه دي … خالد بن بندر بن عبد العزيز فخواني رئيس وو د استخباراتو او هغه يي اوس ختم كر او دهغه فر زاي يي خالد بن علي الحميدان رئيس الاستخبارات مقرر كره ……

Naqeebullah sedeqi

سعودي نوي پاچا سلمان سني دي اوكه شيويي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x