نظــر

تقدس او آزادي؛ دوه ارزښته او دوه تهذیبه

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

په نړۍ کې چې د مذهب خپل تقدس ساتلی دی او مقدسات لري او په دې اړه یې پیروان هم د یوې ریښتینې مینې له مخې له مقدساتو سره اړیکه لري او په دې اړه د هیچا د ګستاخۍ زغم هم نه کوي هغه یک یوازینی دین دی چې اسلام دی. باقي نور ادیان د وخت نوی مذهب سیکولریزم مات او د ژوند څنډې ته کړل هغه یو نیم انسان چې هندي، بودايي، یهودیت او عیسویت ته درناوی لري، هغه په هغه ژورتابه کې نه دي چې مسلمانان یې لري.

که څه هم د سیکولریزم څپې ډېری مسلمانان هم له خپلو دیني مقدساتو سره په فاصله کې اچولې دي چې ډېری پکې د مسیحي سیکولرانو مرحلې ته ښکته شوي او ډېری پکې په یو منځني حد کې د مذهب سره رابطه لري.

مذهب په غرب کې عوض شو

غرب (اروپا او امریکا)په یو اوږد تدریج کې د خپل مذهب سره وشکېد بلکې ډېری پرګنې پکې د مذهب سره د دښمنۍ په کرښه ودریدې او مذهب یې د سیاسي او ټولنیز ژوند له څنډو بهر کړې دي او هغوی نن د سېکولریزم د نوي مذهب پیروان دي او په داسې یو تهذیب کې راټول او متحد دي چې اصلا هغه ته تهذیب نه شو ویلی. ځکه دوی هر مقدس ارزښت سره دښمني کوي.

سیکولریزم د اروپا نوی مذهب دی

په اروپا او امریکا کی ازادي او علمانیت د یوه مذهب ځای نیولی دی چې په ډېرو اړخونو کې یې مثبت اثرات هم لیدل کېږي او منفي اثرات هم.

امریکا او اروپا د سیکولریزم په چوکاټ کې د پرمختګ ډېر پړاونه ووهل او په نننۍ نړۍ کې اروپايي انسان او ټولنې په علمی او سیاسي لحاظ مخکښ او ځواکمن ځای ته رسیدلی دی.

اروپا یوه مخکښه نړۍ

په معاصره نړۍ کې اصلاً همدغه نظام او تهذیب مخکښ او مسلط دی، چین، هند او په اسلامي نړۍ کې هم هومره چې د اسلام او اسلامي تهذیب څه پاتې دي د هغه برابر او په ځینو ملتونو کې د هغه دوه برخې د همدغه غربي تهذیب رنګ خور دی.

حکومتونه په ټوله اسلامي نړۍ کې هومره چې د اسلام په اړه بې تفاوته او یا دښمن دریځ لري، دوه برابره پکې د پرنګیانو د سیکولر تهذیب نه متاثر دی.

تروریزم او ارتجاع

د شلمې پيړۍ په پای کې چې شوروي او امریکا پکې د خپلو تپلو حکومتونو په اړه دولتونو عکس العمل ولید او دا عکس العمل پکې د همدې اسلامي تهذیب نه الهام اخست نو یوه پرې د ارتجاع او بل پرې د تروریزم نوم کېښود.

پای ملتونه پکې د تپلو غلامو حکومتونو خلاف د غرب له تهذیب سره په خپلو هېوادونو کې په ټکر کې شول او پای په افغانستان او ایران کې د تپلو حکومتونو پر ضد روان جنګ کې یوه یې شوروي مات او بل يې امریکا په سیمه کې د شوروي د ماتونکي اسلام سره د دښمنۍ مصاق ونیوه او مسملانان پکې د خپلو سیکولر نظامونو پرته د غرب پر ضد هم حساس شول.

د تروریزم جګړه

امریکا د همدغه د شوري ماتونکي تهذیب د کمزورۍ او ځپلو په موخه په خلیج او افغانستان کې د مداخلو او جنګ پلمې جوړې کړې او دواړه هېوادونه یې د اروپايي ملګرو پر همکارۍ اشغال کړل ولې پیل کړې جګړه یې لا روانه ده او دا د همدغه ملتونو او له اسلام سره د ملتونو د جدي رابطې له مخې روانه ده او غرب روانه کړې ده.

تروریزم د غرب له خوا پیل شوې جګړه

د ۲۱ مې پيړۍ په سر کې غرب په خپله په غربي هېوادونو کې د اسلام د مقدساتو د سپکاوي منتظم پروګرام پيل کړ او هغه یې د سیکولر تهذیب د آزادۍ یوه طبیعي پدیده حساب کړه ولې حقیقت دا چې په غرب کې د ځینو مسلمانانو له خوا جهادي عملیات چې زیات د عربي مسلمانانو له خوا په منځني ختيځ کې د امریکا په سیاستونو کې د بدلون په موخه و، عملي شول چې دې عملیاتو غرب د امریکا په مشرۍ د مسلمانانو سره د یو عیار جنګ پر کرښه ودروله او په دې خاطر چې امریکا په مسلمانانو کې د دغه تقدس رابطې نوغې وباسي نو په غرب کې د دین ضد نشراتو او کاریکاتورونو سلسله پيل کړه او په یو عکس العمل انداز یې پیل کړه. به دې خاطر چې اسلام او اسلامي تهذیب په نړۍ کې یو قوي حامي حکومت یا هم په نړیواله سطحه یو ځواکمن قدرت نه لري، د غرب د دغسې پارونکي عمل پر وړاندې افرادو او ډلو خپل عکس العمل وښود او دا عمل او عکس العمل هومره تکرار شو چې نن غرب د اسلامي نړۍ په یو نااعلان شوي جنګ کې طرف دی.

دا چې غرب او په تېره هغه هېوادونه چې هلته مسلمانان پکې قابل ملاحظه اقلیت دی ولې دغه پارونکی عمل کوي چې له دې مخکې یې نه کاو، دا خپله ښيي چې دا د تهذیبونو د ټکر خبره نه ده. دا پکې یوه قصدي او پلان شوی عمل دی.

که غرب او غربي ملتونه تهذیب ولري او هغوی په آزادۍ باندې هومره ایمان ولري چې دا آزادي د هغوی لپاره یو مقدس ارزښت شوی دی نو دا هم باید ومني چې دغه د آزادۍ تقدس چې د بل ملت او امت مقدسات پکې په نښه شي څه تقدس لري؟ او یا په فرانسه کې اقلیت مسلمانان کړول د آزادۍ په احترام کې یو تهذیبي عمل دی؟؟

زه په دې اړه چې غرب مسلمانان په تیره فرانسه او دنمارک کې هغه کوي چې په خپلو هېوادونو کې یې نه شي کولای او نن عربي زیات حکمرانان تر اروپایانو زیات ظالم او زیات د اسلام دښمنان دي دوی خو دې په اوله درجه کې د خپلو مقدساتو څخه په خپلو هېوادونو کې دفاع وکړي ولې دغه عمل یو شخصي عمل دی او د یوه فرد د ایمان نه الهام اخلي چې په یو داسې هېواد کې چې سفارتي تعلقات له مسلمانانو سره لري بیا هم د مسلمانانو د عقیدې او تقدس د هرم څوکه په نښه کوي دا پکې نه د آزادۍ خبره ده او نه هم د یو تهذیب.

ملت له وګړیو سره مناسب چې مسلمانان په هغوی کې اقلیت دي باید احترام یې وکړي.

د تروریزم جنګ یو طرفه دی

یوه لویه ستونزه پکې دا ده چې غرب پکې خپل کمزوری کردار او مقدساتو ته سپکاوی کاملاً یو عادي عمل حسابوي او د هغه په وړاندې شوی عکس العمل پکې یوازینی تور او تهمت ګڼي چې هغه عمل ان په پاکستان او ان په افغانستان کې هم کېږي.

داسې څوک چې په دې اړه یو مسؤلانه او برابر دریځ ونیسي د مسلمانانو په طرف کې نشته، که په ډنمارک، المان او فرانسه کې د دغه عمل په وړاندې یو جدي عکس العمل اسلامي حکومتونو د سفارتي تعلقاتو په حد کې ښودلی و نو د یوې خوا مسلمانان پکې د یو طرف پتمن ځای ډک کړی و او د بلې خوا به یې په یو مهذب ډول مقابله پيل شوې وه ولې له بده مرغه چې مسلمانان په نړۍ کې داسې دولت او داسې ځواکمن جهت نه لري.

اسلام او مسلمانان د اشخاصو او ډلو په عکس العمل کې نور هم په هغه ذلت کې کېوزي چې محمود عباس پکې د پيغمبر د توهین په عادي ګڼلو د فرانسې په مظاهرو کې په بل تعبیر د پيغمبر توهین یو عادي عمل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مزمل صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

ستاسو ارزشمنده لیکنه مسلمانانو ته دا سبق ورښیي چې له کفارو وړاندې د خپلو هغو نظامونو چې په دوی تپل شوي، د بدلون په تکل کې شي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x