طالبان: د ۳ امریکايي عسکرو قاتل د دوی ملګری دی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو ۳ امریکايي عسکرو د وژنې مسوولیت پر غاړه اخېستی دی چې بېګا شپه د کابل د هوايي ډګر کې یو افغان عسکر ووژل.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکي اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان عسکر د دوی نفوذي ملګری و او له ډیرې اوږدې مودې راهیسې دغه ډول برید ته په انتظار و.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی دغه نفوذي ملګري ۳ امریکايي عسکر وژلي او ۴ نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.

طالب ویاند بریدګر احسان الله د ملا رحمت الله زوی د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د مورا د کلي اوسیدونکي ښودلی دی.

طالبانو همدا راز منلې ده چې په مقابلو ډزو کې د دوی نفودي ملګری هم وژل شوی دی.

دوی ویلي چې « شهید احسان الله په بریالیتوب سره وکولای شول دخپل دين، هیواد او ننګ څخه د دفاع لپاره ځان قرباني او يرغلګر کافران د جهنم کندې ته وغورځوي، دغه اتل ځوان دکابل ادارې ټولو امنیتي کسانوته درس ورکړ او د ريښتوني مسلمان افغان ځوان په څير د شهامت او غيرت لاره يې ورته وښودله».

د یادونې وړ ده چې بېګا شپه د کابل په پوځي هوايي ډګر کې یو افغان چې د پوځي یونیفارم يې په تن و، پر امریکايي عسکر ناتاره ډزې وکړې چې له کبله یې ۳ امریکايي عسکر ځای پر ځای ووژل شول او یو بل ټپي شو.

رویټرز خبري اژانس ته یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دغه عسکر امریکايي مشاورین ښودلي دي.

ایساف هم د درې عسکرو د وژنې تایید کړی دی خو د خپلې پالیسۍ له مخې یې د وژل شوو هویت نه دی څرګند کړی.

بهرني ځواکونه چې د افغانستان دود، کلتور او دین ته سپکاوی کوي، ځېنې وختونه د دوی دغه ډول کړنې د افغاني عسکر غرور راپاروي او په دغه ډول بریدونو لاس پورې کوي.

همدا راز داسې راپورونه هم ورکول کیږي چې طالبان په دولتي لیکو کې پراخه نفوذ لري چې وخت په وخت له دغه نفوذه په بریدونو کې کار اخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د