نړۍ

برتانيا کې د مسلمانانو جوماتونه د دښمنيو او تعصب ښکار دي

نن ټکی اسيا (جمعه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې پر چارلي ابدو اسلام دښمنه مجلې له بريد وروسته اروپا کې د مسلمانانو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی دی.

د مسلمانانو پر مرکزونو او جوماتونو د اسلام ضد ډلو له خوا بريدونه کيږي او هر ځای مسلمانانو سره له کرکې او نفرت څخه کار اخيستل کيږي.

د اروپا مسلمانانو پرېکړه کړې، چې د دې ناوړه چلند او ظلمونو ځواب به په پراخه سينه او ارامو دماغو ورکوي او د همدې لپاره يې اعلان کړی، چې د دوی جوماتونه د ټولو خلکو پر مخ خلاص دي او هر څوک کولای، چې د اسلام په اړه له دوی پوښتنې وکړي.

د برتانيې د لومړي وزير ډيويډ کيمرون نوي پيغام د برتانوي مسلمانانو غبرګونونه راپارولي؛ ځکه چې کيمرون د برتانوي مسلمانانو په نوم خپور شوي پيغام کې ويلي، چې د جوماتونو امامان بايد د سخت دريځۍ پر ضد حکومت سره مرسته وکړي او د برتانيې مسلمانان وايي، چې د ډيويډ کيمرون اشاره جوماتونو ته ده، چې سخت دريځي د برتانيې له جوماتونو راوځي.

د برتانيې د مسلمانانو اتحاديې پر حکومت تور لګولی، چې د اسلام ضد کړيو ملاتړ کوي، مګر د برتانيې لومړی وزير د خپل پيغام ننګه کوي او زياتوي، چې د ده پيغام په منطقي او معقول استدلال ولاړ دی او څوک چې دې پيغام کې ستونزه ويني، دا خلک په خپله له حقيقته ناخبره دي.

برتانيا کې د اسلامي ټولنې مرستيال محمد کربز وايي، چې پر چارلي ابدو له بريد وروسته ښي اړخو سخت دريځو رسنيو د اسلام پر ضد سخت رسنيز بريدونه پيل کړي، چې له امله يې حکومت اړ شوی، چې د اشخاصو د درناوي اړوند قوانين جوړ کړي او پوليسو ته يې دامنيتي ګامونو په نوم نور واک ورکړی دی.

کربز زياتوي، چې د برتانوي پولیسو لومړی هدف اسلامي مرکزونه او جوماتونه دي او د برتانيې ډېرو جوماتونو ته د مرګ او سوځولو پرله پسې ګواښونه کيږي، سره له دې چې برتانوي مسلمانانو پر چارلي ابدو شوی بريد غندلی دی.

دروازې خلاصې دي

د اسلامي ټولنې مرستيال محمد کربز زياتوي، چې د برتانيې مسلمانانو ته د پېښو شوو ستونزو پر وړاندې دوی يوه نوې کړنلاره اعلان کړې، چې د رسنيو او ازادو پروګرامونو له لارې د خپل دين او د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په اړه خلکو ته سپيناوی کوي او د دې لپاره يې خپل ټول جوماتونه او مرکزونه د نامسلمانو پر وړاندې خلاص کړي، تر څو خپلو پوښتنو ته ځواب ومومي.

مګر دا هڅې هغه مهال بريالۍ بلل کېدای شي، چې ګردې اروپا کې ټول مسلمانان يوه اتحاديه ولري او د عربي او اسلامي هېوادونو ملاتړ هم ورسره وي.

محمد کربز وايي، چې برتانوي پوليس دوی سره په اړيکه کې دي او له دوی يې غوښتي، چې د هرې ستونزې پر مهال پوليسو ته خبر ورکړي.

ښاغلي کربز د پوليسو دا ګام ستايلی مګر زياتوي، چې د برتانيې مسلمانان د ملاتړ دا سې يو قانون ته اړتيا لري، که څوک ورسره ظلم يا سپکاوی کوي، نو بايد قانون کې يې سزا معلومه وي لکه څرنګه د يهودو په اړه واضحه پاليسي او قانون شتون لري.

نوي سخت دريځي ګوندونه

سره له دې چې برتانيا د نورو اوروپايي هېوادونو په پرتله د مسلمانانو او نورو اديانو په اړه ازادۍ ته ډېر ژمن هېواد دی، مګر بيا هم د برتانيې مسلمانان د اسلام ضد کړيو له بريدونو او دښمنۍ په وېره کې دي.

د دغو ستونزو او وېرو په اړه د بريسټل پوهنتون استاد نبيل خطاب وايي، چې برتانيا کې د اسلام ضد کړيو پروپاګند او اسلام دښمني يو نوی فکر دی او مسلمانان د دغه سخت دريځي دښمن لرونکي فکر پر وړاندې بې توانه دي.

نبيل خطاب الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د برتانيې مسلمانان د هغو پېښو عاملين بلل کيږي، چې دوی سره هيڅ اړيکه نه لري.

استاد خطاب د برتانيې د مسلمانانو په اړه په يوه سروې کې ويلي، چې د څوارلسو نورو ډلو په پرتله مسلمانانو سره تر ټول بد توکميز چلند کيږي.

سروې کې راغلي و، چې مسلمانانو سره د دوی د دين له امله ناوړه چلند کيږي او له همدې امله په دفترونو کې يې د دندو چانسونه هم ډېر لږ دي، مګر برتانوي حکومت وايي، چې مسلمانان د برتانيې يوه مهمه برخه ده او د برتانيې مسلمانان سياسي ګوندونو او پارلمان کې خپل غړي هم لري.

سرچينه: الجزير.نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x