د نن سرلیکنه

کله چې افغان پوځي بهرنیان په نښه کوي…! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: پرون یو ځل بیا یوه افغان پوځي په کابل کې د ټوپک شپېلۍ د هغو بهرنیو قراردادیانو پر لور اړوي چې د هغوی په مالي مرسته، تسلیحاتي ملاتړ او سیاسي حمایې دا پوځي روزل شوی و او نن یې نظامي یونیفورم پر تن و. د افغان پوځي له خوا پر بهرنیانو د ډزو نه دا لومړنۍ پېښه ده او نه به هم وروستۍ شي. په افغانستان کې د امریکایانو او ناټو د ښکېلاک په تېرو دیارلسو کلونو کې یوه مسئله چې بهرنیانو ته یې ډېر سرخوږی پېښ کړی او ډېری يې په مختلفو اروايي ناروغیو اخته هم کړل، همدا د کورنیو نظامیانو له لورې د دوی په نښه کېدل دي. که څه هم بهرنیانو د نظامي روزنې پر مهال له افغان پوځیانو څخه د دوی وسلې واخیستې او پر پلاستیکي یا لرګینو ټوپکونو یې وربدل کړل؛ خو بیا هم د دغو پېښو مخنیوی ناشونې برېښي.

تر اوسه بهرنیان ونه توانېدل چې پر خپلو پوځیانو د افغان عسکرو له خوا د ډزو انګېزې په ګوته کړي. په دې اړه تل بحثونه شوي؛ خو دا بحثونه هم د ډېرو نورو بحثونو په څېر لارورکوونکي وو. د دې پر ځای چې د مسئلې ژورو ته کښته شي، پر برسېرنو بحثونو وخت اړوي. پر افغان ملي پوځیانو د بهرنیانو د بې اعتمادۍ مسئله دومره جدي ده چې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي لومړي مرستیال، مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۳۹۲ل کال کې د والیانو په یوه کانفرانس کې په ډېرو څرګندو ټکو وویل چې بهرنیان ځکه افغان نظامیانو ته هوايي ځواک په واک کې نه ورکوي چې پرې بې باوره دي. فهیم دا هم وویل چې «څوک ضمانت کولای شي چې د نظامي الوتکې افغان پیلوټ دې پر بګرام [د بهرنیانو ستره هوايي اډه] بمبار ونه کړي».
یوه مسئله چې ډېره واضحه ده دا ده چې حتا افغان پوځیان هم د امریکایانو پر مرګ ژوبلې خوښېږي. هغه افغان پوځیان چې د امریکایانو په مالي مرستو روزل شوي او تجهیز شوي، نن امریکایان خپل دښمنان ګڼي او د هغوی وژنه ورته یوه لاسته راوړنه برېښي. له بلې خوا د طالبانو تبلیغات او د طالبانو له خوا په افغان امنیتي ځواکونو کې نفوذ هغه څه دي چې د دغسې پېښو لامل کېږي. له دغسې پېښو وروسته طالبان تل ادعا کوي چې بریدګر د دوی «نفوذي ملګري» وو. مګر هغه څه چې ناپېيلي سرچینې او بې پري تحلیلګران تاییدوي هغه دا ده چې تر یوه بریده به د طالبانو نفوذي ملګري وي، مګر په ټوله کې افغان ملي اردو یا نور عسکر امریکایان په افغانستان کې ښکېلاکګر بولي او د دوی په وژنه ځانونه د وطن او ناموس ساتونکي ګڼي. څو څو ځلې چې بهرنیان په مختلفو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له خوا په نښه شوي، لامل یې ناموسي مسایل یا هم د افغانانو دیني ارزښتونو ته د بهرنیو پوځیانو له لورې نه درناوی په ګوته شوی.
سره له دومره ښکاره او رڼو شواهدو که بیا هم له حقایقو سترګې پټېږي او دا پېښې هسې تصادف ګڼل کېږي، دا به له یوه ډېر ښکاره حقیقت څخه سترګې پټول وي. امریکایان په افغانستان کې له هغو پرته چې د دوی په ډېرو ځانګړو ادارو کې کار کوي یا ورته جاسوسي کوي، د باقي ملت په زړونو کې ځای نه لري. کله چې د امریکایانو په لاس روزل شوی پوځ هغوی ښکېلاکګر او د افغانستان دښمنان وبولي، نو په دې هېواد کې به د بهرنیانو دوستي له چا سره پایینده وي!
اوس چې دغسې وژنې ډېرې تکراري شوې، باید نور چارواکي پر دې حقیقت اعتراف وکړي چې بهرنی نظامي شتون په افغانستان کې هېڅ دوست او پلوی نه لري او د دې نظامي شتون د هرې ورځې دوام نه د افغانانو په ګټه دی، نه د سیمې او نه هم د بهرنیانو په خپله ګټه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x