افغانستان

فارياب: د پښتونکوټ اوسيدونکي له اربکيانو سر ټکوي

نن ټکی اسيا (جمعه، سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د فارياب ولايت مرکز ميمنه کې لسګونه سړي، ښځې او ماشومان د ولايت مقام مخته په سخت باران کې ولاړ وو او د اربکيانو د قوماندان امان پهلوان له ظلمونو يې شکايت کاو.

دغو خلکو د والي دفتر مخې ته خبريالانو ته وويل، درې مياشتې کيږي، چې د امان پهلوان د ظلمونو له امله يې پښتونکوټ ولسوالۍ کوک سيمه پرېښې او د ولايت مرکز ميمنه کې په کرايه کور کې اوسيږي.

د پښتونکوټ دغو اوسيدونکو وويل، چې څو څو ځله يې لوړپوړو چارواکو ته شکايتونه کړي، مګر هيڅوک د دوی خبره نه اوري.
دغو خلکو پر قوماندان امان تور ولګاو، چې له خلکو په زور پيسې اخلي او طالبانو سره د جګړې په نوم له هره کوره ۲۵۰۰ افغانۍ ټولوي او له دوی يې يو مېل پيکا هم په زور اخيستې ده.

د پښتون کوټ د بې ځايه شوو کورنو يوې ښځې خبريالانو ته وويل، چې د اربکيانو قوماندان امان پهلوان د دوی کلي کې پوسته لري او د دوی سړي په زوره پوستې ته بيايي، هلته يې وهي ډبوي او تر اوسه يې د قوماندان د وېرې له امله نوموړي ته شپږ ميله سلا هم ورکړې ده.

دغه خلک وايي، چې قوماندان امان يو خپلسری اربکی دی او اعلان يې کړی، چې د «اوو کلیو پاچا دی او دلته د هيچا پاچايي او قانون نه مني».

د اعتراض کوونکو په وينا قوماندان امان هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ده له امر پرته د ولايت مرکز ميمنې ته ولاړ شي او يا د ده په اړه شکايت وکړي.

دغو لسګونو اعتراض کوونکو په يو غږ وويل، چې دوی يو ځل بيا له حکومته غوښتنه کوي، چې قوماندان امان له دندې ګوښه کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري، ځکه چې په خلکو سرچپه قانون چلوي، له خلکو باج اخلي او د عشر و زکات په نوم هم له خلکو پيسې ټولوي او د خپلې لوفري او سپيو خرڅ هم له بې وزلو غريبانو ټولوي.

دغو مظاهره چيانو وويل، چې قوماندان امان ځايي خلک تنګوي او د طالبانو په ملاتړ يې تورنوي، په داسې حال کې، چې د نوموړي ډېر نږدې خپلوان او دوستان د طالبانو ملګري دي.

قوماندان امان پهلوان د تل په څېر د خلکو تورونه يو ځل بيا رد کړل او وايي، چې دی د حکومت په ملاتړ د ځايي اربکيانو مشر دی او اعتراض کوونکې کورنۍ يې د «طالبانو په ملاتړ» تورنې کړې.

د هېواد په لروبر کې د اربکيانو او نورو چارواکو د ناوړه چلند کيسې د ورځني خبرونو برخه ده. تېره اوونۍ په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو نوي وزیر، جنرال نورالحق علومي هم وویل چې د اربکیانو له پروژې سره مخالف دی او د اربکیانو پروژې بیا غیرمسئولو وسله والو ته وسلې په لاس کې ورکړې دي.

اربکيان په ګرد هېواد کې له خلکو باج اخلي، د خلکو کورونه د طالبانو د ملاتړ په تور تالاشي کوي او غلاوې ترې کوي او همدارنګه د لارو په سر او امنيتي پوستو کې سړي، ځوانان او حتا ښځې هم له موټرو کوزوي او د تالاشۍ په بهانه يې پوستو ته بيايي.

د لوګر، کاپيسا، خوست، پکتيکا، غزني، ننګرهار او د ګڼو نورو ولايتونو خلکو څو څو ځله د اربکيانو له ظلمونو او تېريو شکايتونه کړي، مګر تر اوسه هم هيڅ چارواکي د ځايي خلکو غږ نه دی اورېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x