افغانستان

کندز: د امنیتي شرکت پر ودانۍ برید کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

kunduz_blastنن ټکی آسیا: د کندز ولایت په ښار کې د یو امنیتي شرکت پر ودانۍ برید کې ګڼ شمېر ددغه امنیت ساتونکي وژل شوي دي.

د کندز ولایت د رسمي سرچینو په قول لومړی ویل شوي وه، چي نن ۳ تنو طالبانو د (کابورا) پر امنیت شرکت باندي وسلوال برید وکړ، چي په ترڅ کې ۴ تنه ساتونکي مړه او ۶ نور ټپیان شول.

هغوی زیاته کړه چي لومړی یوه تن بریدګر د ودانۍ په دروازه کې خپل موټر ته چاودنه ورکړه،

او بیا نور ودانۍ ته په ننوتلو وتوانېدل او هلته يې شاوخوا دوه ساعته جګړه وکړه.

خو د کورنیو چارو وزارت له خوا په یوه اعلاميه کي وروسته وویل شول، چي نن سهار وختي یو تن سرښندونکي بریدګر د GTZ  په نامه د مؤسسې مخته چاودنه وکړه چي له کبله يې د مؤسسې ۳ تنه ساتونکي مړه او د يوه پولیس په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.

د طالبانو په پاڼه کې په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چي نن سهار ددوی درو تنو طالبانو د کندز په ښار کې د بهرنیانو د استخباراتي دفتر پر ودانۍ برید تر سره کړ، چي په ترڅ کې ۳۵ تنه بهرني او افغاني کارکونکي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x