افغانستان

پولیسو د هغې کورنۍ ټول غړي وژلي چې لور یې نه وه ورکړې

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پولیسو تر هغه وروسته د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل چې لور يې نه وه ورکړې.

دغه پېښه بېګا د شپې ناوخته د بګرام ولسوالۍ په قرچه سیمه کې رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې په وژل شوو کسانو کې ددغې کورنۍ پلار، مور، دوه زامن او لور شامل دي. ویل کیږي چې دغې کورنۍ ټول غړي همدا پنځه تنه و چې د پولیسو لخوا ووژل شول.

د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان محمد معصوم فرزه‌يي د پېښې د تایید سربېره ویلي چې څو تنو وسله‌والو تر هغه وروسته په دغه عمل لاس پورې کړ چې څه موده وړاندې يې له یادې کورنۍ لور غوښتې وه، خو دغې کورنۍ نه وه ورکړې.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې سره په تړاو يې ۳ کسان نیولي دي او څېړنې ترې روانې دي.

امنیه قومندان په دې اړه څرګندونې نه دي کړي چې په نیول شوو کسانو کې تورن پولیس شامل دي که نه.

د پروان ولایت د والي ویاند هم د پېښې پخلی کړی دی او زیاته کړې يې ده چې ناڅرګندو وسله‌والو په دې دلیل چې ولې یې لور ورنه کړله، د غوښتل شوې انجلۍ په شمول د کورنۍ ټول ۵ غړي وژلي.

د پروان ولایتي شورا منشي شمس الحق شیرخاني هم پېښه تاییده کړې او ويلي يې دي چې پېښه د شخصي دښمنیو له کبله رامنځته شوې.

د یادونې وړ ده چې پولیس، اربکیان او د اردو په لیکو کې شته نظامیان همېشه د خپلې رتبې څخه په استفادې په دغسې ډول کړنو لاس پورې کوي.

دا لومړۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې څو څو ځل ددې په څېر پېښو خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

بالکل هماغه د شر وفساد حالت په افغانستان کی روان ده یا ارحم راحمین یا قهاره یا جباره ته نور افغانانو ته له دی مظالمو او بدبختیو نجات ورکړه

الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی بیا دا چه دوی وایی چه د نامعلومو وسله والو له خوا دا خونړی پیښه رامنځته شوی او په څنګ کی ورسره داهم لیکل کیږی چه د هغه پولیس له خوا رامنځته شوی چه لور یی نه ورکوله ، دی ته کله هم نامعلوم نه ویل کیږی ، دا ناسمه اصطلاح ده ، هو دا چه تښتیدلی وی هغه بیله خبره ، مګر د نامعلوم په ځای باید د معلوم وسله وال کوم چه د هغه محلی یا ولسوالی مشخص پولیس دی چه د لور غوښتنه یی کړی . دغه د نامعلوم کلیمه داسی معنی لری چه که له… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x