
پاکستان: د شیعهګانو په جومات چاودنې ۵۵ کسان ووژل
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): دویم تعقیب: د پاکستان د سند ایالت په شکارپور ولسوالۍ کې د چاودنې د وژل شوو کسانو شمېره ۵۵ ته لوړه شوه.
راپورونو له مخې چاودنه د شکارپور ولسوالۍ په لکي درکي سیمه کې د شیعهګانو په امام بارګاه کې شوې.
پاکستاني رسنۍ وايي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ددغې ولسوالۍ د ښار په مرکزي سیمه کې موجودې د شیعهګانو امام بارګاه په دوه منزله ودانۍ کې زیات خلک د جمعې لمونځ لپاره راټول شوي وو او د جمعې خطبه لګیا وه.
د شکارپور ولسوالۍ ملکي روغتون رییس رسنیو ته د ۵۵ کسانو وژل او ۵۹ نورو ټپي کيدا منلي دي.
پولیس وايي چې تر دې مهاله د چاودنې نوعیت نه دی معلوم کړی.
د شکارپور ولسوالۍ یو پولیس افسر عبدالقدوس رسنیو د چاودنې په ځای کې ویلي چې یو کس د یوې بوجۍ سره یوځای امام بارګاه (شیعهګانو جومات) ته دننه لاړ چې سمدستي ورسره چاودنه وشوه.
د سیمې د پولیسو د حوزې یو قومندان بشیر کوکر ویلي چې د چاودنې پر مهال په جومات کې ۱۰۰ کسان په لاندېني منزل او له ۶۰ تر ۷۰ په پورته منزل کې موجود وه.
پولیسو له قوله د شیعهګانو د جوماتونو د بهر امنیت د پولیسو سره وي او د دننه امنیت د جومات د ساتونکو سره وي.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې نواز شريف نن د کراچۍ د امنيتي ستونزو په اړه د بحث لپاره د سند ایالت مرکز کراچۍ ښار ته تللی دی.