فراه: د اناردرې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ووژل شو
نن ټکی آسیا: نن ماښام د فراه ولایت د انار دري په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله ددې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ څخه چارواکو ویلي چي نن ماښام ددې ولایت د اناردرې په ولسوالۍ کې یو تن سرښندونکي بریدګر چي پر موټر سایکل سپور وو، د انار درې د ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر ډګر من عبد الغفار اورکزی پر موټر باندي برید وکړ،
چي په پایله کې عبد الغفار اورکزی ووژل شو.
ویل کیږي چي نومړی یوازي په موټر کې سپور وو، او د کور خواته په سفر بوخت وو، ځکه نو کوم بل چاته زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو ددې پيښي په اړه کوم خبر تر اوسه نه دی ورکړی.