افغانستان

نورستان: د بهرنیانو په بمباریو کې ۸ تنه پولیس ووژل شول، ۱۲نور بهرنیانو له ځانه سره بوتلل

Afghan_policeنن ټکی آسیا: تیره شپه د نورستان ولایت د واما په ولسوالۍ کې د بهرنیو الوتکو په بمباریو ۸ تنه پولیس مړه او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

دغه خبر د نورستان ولایت یو تن سناتور حافظ عبد القیوم د رسنیو سره په خبرو کي ورکړی، هغه زیاته کړې چي بهرنیو ځواکونو تیره شپه د واما ولسوالۍ اړوند د کوردر په سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړې، د نومړي په وینا بهرنیو ځواکونو له ځانه سره ۱۲ نور عسکر هم ژوندي نیولي دي.

نومړي وویل چي څه موده مخکي هم د بهرنیو الوتکو په بمباریو ۲۵ تنه پولیس د دواب په ولسوالۍ کې وژل شوي وه.

هغه غوښتنه وکړه چي بهرنیان باید ژر تر ژره هغه کسان چي دوی ته يې ددغو پولیسو په اړه غلط راپور ورکړی، په ګوته کړې، او زیاته يې کړه، که بهرنیان چیري داسي ونه کړي، نو هغوی به د اشغالګرو حیثیت ولري، او افغانان په هیڅ وخت کي د خپلي ځمکي اشغال نه مني.

تر اوسه بهرني ځواکونو په دې اړه هیڅ هم نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x