افغانستان

۱۷ ولایتي شوراګانو خپل دفترونه وتړل

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ۱۷ ولایتونو، ولایتي شوراګانو د ولسي جرګې د هغې پریکړې په غبرګون کې چې له مخې يې ولایتي شوراګانې په سیمه‌ییزو ادارو د څار حق نه لري، خپل دفترونه تړلي دي.

د ولسي جرګې ددغې پریکړې په غبرګون کې نن په پلازمېنه کابل کې د بېلابېلو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي راټول شوي وو او په پای کې د دفترونو د تړلو پریکړه وکړه.

د پژواک د راپور پر اساس په ننۍ ناسته کې د غور،کندهار، بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، سمنګان، بدخشان، لوګر، پروان، زابل، ننګرهار، لغمان، هرات ، کونړ، نيمروز او نورستان ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړيو د خپلو دفترونو د تړلو پرېکړه وکړه.

دوی همدا راز له ولسمشره غوښتنه کړې چې په سیمه‌ییزو ادارو د ولایتي شوراګانو د واک په برخه کې تقنیني فرمان صادر کړي.

د ولایتي شوراګانو استازو ګواښ کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، دوی به د هېواد په لر و بر کې په پراخه لاریونونو لاس پورې کړي.

ننۍ غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال ناصر کامه‌وال وویل چې که له ولایتي شورا دا حق واخېستل شي، نو ولایتي شوراګانې څه ته جوړیدلی.

د کامه‌وال په باور د ولایتي شوراګانو څخه دغه واک اخېستلو وروسته ولایتي شوراګانې بې مانا دي. «تر هغه چې دوی ته بېرته حق نه وي ورکړل شوی، زموږ دفترونه به تړل شوي وي».

د کندهار ولایتي شورا استازي اغا لالي دستګیري بیا د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه د افغانستان د خلکو سره جفا او فساد ته لاره هوارول بللي دي.

نوموړي د ګډحکومت له ولسمشره غوښتي چې ژر تر ژره په دې اړه پریکړه وکړي څو ولایتي شوراګانې یو ځل د خلکو پر مخ خلاصې شي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ ولسي جرګې د ۱۹۷ حاضرو غړو څخه ۱۴۷ تنو دې ته رایه ورکړه چې ولایتي شوراګانې په سیمه‌ییزو ادارو د څار حق نه لري.

که څه هم ولایتي شوراګانې د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه ناسمه بولي خو د حکومت اساسي قانون هم ولایتي شوراګانو ته د نظارت واک نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x