ورزش

د ګډ حکومت دوهم مشر کرکټ ملي لوبډله استرالیا ته رخصت کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ ملي لوبډله نن د جمعې په ورځ استرالیا ته روان شول څو د فرورۍ میاشتې په ۱۴مه پیلیدونکي د کرکټ نړیوال جام کې ګډون وکړي.

د ګډ حکومت اجراییه رییس او یو شمېر نورو چارواکو د کرکټ ملي لوبډلې د کابل په هوايي ډګر کې رخصت کړه.

د کرکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي لوبډلې د رخصتولو پر مهال وویل چې ملي لوبغاړي به د خپل افغاني غرور له مخې خپلو سیالانو ته ماتې ورکوي.

هغه زیاته کړه، چې دی او ټول هیوادوال د ملي لوبډلې د بریاوو لپاره دعاګانې کوي او دوی د لوبغاړو د تشویق لپاره یو حکومتي چارواکی استرالیا ته ولیږي.cricket 5

دا لا معلومه نه ده چې دغه چارواکی به د ډاکتر اشرف غني د ټیم څخه وي که د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټیم څخه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش له اجراییوي رییس څخه مننه وکړه، چې د خپلو ټولو بوختیاوو سره سره هوایي ډګر ته د ملي لوبډلې د خدای پامانۍ لپاره راغی.cricket 4

همدا راز د کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي وویل چې ملي لوبډلې له تیروڅو میاشتو راهیسې ښه تمرینات او تیاریانې کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې ښه پایلې به ولري.

هغه وویل چې دوی د کرکټ د ملي لوبډلې د تمریناتو او تیاریو لپاره ښه اسانتیاوې برابرې کړې وې او هیله یې څرګنده کړه، چې په نړیوال جام کې به ملي لوبډله ښه لاسته راوړنې ولري.

د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عیسی خیل له ټولو هیوادوالو غوښتنه وکړه، چې ددوی د بریاوو لپاره دعاګانې وکړي.

cricket 3

د یادونې وړ ده چې د روان کال د فرورۍ په ۱۴مه په نیوزیلنډ او استرالیا کې نړیوال کرکټ جام پیلیږي.

افغانستان چې پخوا یې نړیوال جام ته لاره موندلې وه، لومړنۍ سیالي د فرورۍ په ۱۸مه د بنګلادیش سره لري. تر هغې وړاندې تمریناتي سیالي له هند او عربي اماراتو سره لري.cricket 2

cricket 1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x