
د امید خپلواک د شهادت په اړه باید جدي څیړني وشي، چي هغه د چا په ډزو لګیدلی
نن ټکی آسیا: سفما یا د جنوبي آسیا د ازادو رسیننو ټولنه وايي چي افغان حکومت باید د افغان خبریال امید خپلواک د وژلو پيښه په جدي توګه وڅیړي.
په کابل کې ددې ټولني مشر ضیا بومیا تیره ورځ وویل چي باید دا معلومه کړه شي، چي امید خپلواک په ترینکوټ کي د چا په ډزو وژل شوی دی، ایا هغه د وسلوالو طالبانو او که د افغان او ناټو ځواکونو له خوا په نښه شوی دی.
هغه وویل : هر هغه چا چي امید خپلواک وژلی د بشریت او د بیان د ازادۍ دښمن دی، دا ډول کسان د هیواد د ټولو وګړو د معلوماتو دښمن دی، خبریال د قاصد په څیر وي، او قاصد ته مسلمان هیڅ کله زیان نه رسوي، باید ددې قتل په اړه پراخې څیړني وشي، دا وژنه هیڅ بخښنه نه لری.
د سفما د ښځو د څانګي مسئولې او افغان خبریاله فریده نیکزاد وویل چي د امید خپلواک د وژلو تحقیقات او څیړني باید داسي نه وی، لکه د پخوانیو وژل شویو خبریالانو په اړه چي تر سره شول.
هغې وویل چي ددې تر مخه هم خبریالان وژل شوی، تښتول شوي، او وهل شوي دي، خو د هغوی په اړه لا تحقیقاتو او څیړنو کومه نتیجه نه ده ورکړې.
نیکزاد په خاصه توګه د سلطان منادی، عبد الصمد روحاني، اجمل نقشبندي، او نورو خبریالانو نومونه واخیستل، او پوښتنه يې وکړه، چي ددغو خبریالانو د قتل په اړه چا لازم تحقیقات کړي، او چا يې پوښتنه کړې؟
نیکزاد زیاته کړه چي زما غوښتنه د یوې افغاني خبریالي په توګه داده چي اړوند دولتي ادارې باید د امید خپلواک د قتل مسآله په جدي توګه وڅیړي، او پخوانۍ پيښي دي هم وڅیړل شي، او که دا کار ونه شي، نو فکر کوم چي د خبریالانو په وړاندي به تاوتریخوالی نور هم زیات شي.
باید وویل شي چي ددې تر مخه د امید خپلواک ورور شک څرګند کړی وو، او ویلي يې وه چي کیدای شی امید خپلواک د بهرنیو ځواکونو له خوا په شهادت رسول شوی وي.
هغه وویل کله چي مونږ د امید خپلواک جسد ولیدی، نو د هغه سره د بی بی سی او پژواک خبري اژانس کاردونه په ښګاره پراته وه، لکه خپلواک چي هغوی ته خپل د دندي کارتونه ورښکاره کړي وي، او هغوی ته يې څرګنده کړې وي، چي دی وسلوال طالب نه، بلکي افغان ژورنالیست دی.
د خپلواک ورور پژواک خبري اژانس ته ویلي وه، چي کله دی د راډیو او تلویزون ودانۍ ته ور ننوتی نو هلته يې د بهرنیانو د ترجمانانو څخه هم واوریده چي په خپل منځو کې امید خپلواک ته په اشاره سره ویل چي د هغه رنګ د عربي وو، بل ویل چي نه پاکستانی وو.
باید وویل شي چي د تیري پنج شنبې په ورځ ۲۸-۷-۲۰۱۱ طالبانو د اروزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې پر ځینو دولتي ادارو او دفترونو برید وکړ، چي په ترڅ کې د بی بی سی او پژواک خبریال احمد امید خپلواک هم په شهادت ورسول شو.
خو دا لا نه ده معلومه چي هغه د چا په ډزو شهید شوی.