شعـــــرونه

غزل – لطف الله خیرخوا

شاعر: لطف الله خیرخوا

هغه د مينې تنده غر هغسې پاتې نه دی
ګله راځه ترې پېښور هغسې پاتې نه دی

هغه د مينې د پخلا کيسه اوس هاغه نه ده
تشې بانې ته مرور هغسې پاتې نه دی

د مدني چم د انصارو پلونه دوړو يوړل
او مهاجر دې مهاجر هغسې پاتې نه دی

اوس يې مزل د منزل لور ته تسلسل نه لري
د عشق د لارې مسافر هغسې پاتې نه دی

مغرور نظر يې د رقيب سترغلي نه برېښوي
غازي جانان مې سترګور هغسې پاتې نه دی

مړاوي نظر نه دې خيرخوا لکه ماڼو لوګی دی
چا وې؟ د مينې جوارګر هغسې پاتې نه دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

خير خوا صيب بخوا به دي دير خكلي خكلي شعرونه او غزولونه ليكل, كله كله به جي درسره حجره كي ناست وم, او راغلي ميلمنو او شاعرانو به يو تل وكتل جي يو سه به ووايو, هر يو به ويل جي ولا ماسره جنداني نوي سه نشته, او به زره كي به يي غوختل جي يو سه ووايي, او تا به يو وروكي شكيدلي غوندي كاغذ دجيبه راوويسته او خكلي غزل به دي ملكرو ته وراندي كر, او تولو به به يو اواز ويل جي واه واه, او زينو به ويل يو زل بيا, هغو مجلسونو او بندارونو او غزلونو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x