افغانستان

د پښتونخوا ملي عوامي، او نیشنل عوامي ګوند پلاوو دکرزي سره په کابل کي ولیدل

Mahmood_khan_Kabul_2007نن ټکی آسیا: د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، او عوامي نیشنل ګوند لوړ رتبه هیئتونو د ولس مشر حامد کرزي سره تیره ورځ په کابل کي وکتل، او د هغه د ورور احمد ولي کرزي د وژل کیدو په مناسبت يې هغه د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندي کړل.

دغه خبر د ولس مشر د ماڼۍ څخه تیره ورځ ناوخته په دوو جلا جلا خبرپاڼو کي ورکړه شو، په لومړی خبرپاڼه کي وویل شول،

چي نن په ارګ کې د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اچکزي، د ګوند سکرتر جنرال سناتور اکرام شاه، مجید خان اچکزی، او زلال اچکزی د ولس مشر حامد کرزي سره وکتل، او د هغه د ورور د وژل کیدو له کبله يې هغه ته خپل د ګوند په استازیتوب ژوره خواشیني څرګنده کړه.

په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، چي د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوی چي د افراسیاب خټک په مشرۍ چي ایمل ولي، د خیبر پښتونخوا د ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، تاج الدین خان، ارباب طاهر، هاشم بابر، زاهد خان، او اصغر خان اچکزي پکې شامل وه، د ولس مشر حامد کرزي سره وکتل، او په د احمد ولي کرزي په وژل کیدو یې هغه ته خپل ژوره خواشیني وښوده.

د یادوني وړ ده چي احمد ولي کرزي د خبل یو تن ساتونکي له خوا په کندهار کي وژل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x