افغانستان

امریکايي محکمې د تښتیدلي دولتي افسر د پناه اخېستلو غوښتنه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۱مه ۱۳۹۳ل): امریکايي محکمې د تورن جان محمد چې د ګډحکومت لخوا امریکا ته د رزونې لپاره لېږل شوی و، د پناه غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

تورن جان محمد په دې دلیل چې که بېرته افغانستان ته ولاړ شي، طالبان به یې ووژني، د امریکایانو د نظامي روزنې د یوه مرکز څخه د دوه نورو افسرانو سره یوځای د ټکسي چلوونکي په مرسته وتښتیدلو.

امریکايي رسنیو د راپور پر اساس تورن جان محمد ارش چې غوښتل يې کانډا ته لاړ شي، خو د سرحد څخه په اوښتلو بریالی نشو او «جمعې په ورځ یې د پناه ورکولو خوبونه هم پای ته ورسېدل».

د امریکا د مهاجرینو یو قاضي پرون د جمعې په ورځ د تورن جان محمد ارش په امریکا کې د پناه غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې بېرته افغانستان ته وګرځي.

که څه هم د ابتدايي محکمې پریکړه ده او جان محمد د استیناف حق لري خو ښايي چې د استیناف محکمه هم د ابتدايي محکمې پریکړې ته په کتلو سره پریکړه د لومړنۍ محکمې په څېر ورکړي.

خو د جان محمد وکیل ماتیو بوروسکي بیا ویلي چې نوموړی د کډوالو استیناف محکمې ته استیناف کوي چې شاوخوا له ۳ تر ۸ میاشتو به وخت ونیسي او په دغه وخت کې به جان محمد د باتاویه په توقیف خانه کې وي.

د جمعې په ورځ د محکمې علني غونډې شاوخوا یو ساعت ونیولو او د محکمې قاضي په دې دلیل چې طالبان حکومتي ډله نه ده او دوی چې څه کوي هغه د ملګرو ملتونو د قوانینو لاندې نه راځي، دغه عسکر له پوځه تښتیدلی دی او بیا په هېواد کې محاکمه شي، د سیاسي پناه غوښتنه رد کړه.

د یادونې وړ ده چې محکمه په داسې وخت کې د تورن جان محمد په اړه پریکړه کوي، چې دوه نور افسران، جګړن نورالله امین یار او جګړن محمد ناصر عسکرزاده هم په کانډا کې د پناه اخېستلو لپاره په محکمه کې غوښتنې کړي او محاکمه یې پیل شوې.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې دغو درې دولتي افسرانو په خپلو قضیو کې دا دلیل نیولی چې که بېرته هېواد ته ستانه شي، طالبان به يې ووژني.

دوی زیاتوي چې طالبان یې په دې دلیل دولتی عسکرو څخه نفرت کوي چې د امریکایانو سره مرسته کوي او د امریکا سره په یو صف کې ولاړ دي. «دوی د خپلو کورنیو په اړه انديښمن دي چې اوس هم په افغانستان کې دي».

دا لومړی وار نه دی چې لوړ پوړي چارواکي، پولیس یا د اردو عسکر په اروپايي او پرمختللیو هېوادونو کې سیاسي پناه غواړي او د اروپايي هېوادونو لخوا يې غوښتنې رد کیږي.

زیات شمېر امنیتي چارواکي، مامورین او ديپلوماتان چې د دولت لخوا په رسمي سفرونو دغو هېوادونو ته لېږل شوي، بېرته افغانستان ته په دې دلیل چې طالبان به یې ووژني، نه دي راستانه شوي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم په بهرنیو سفارتونو کې د سیاسي پنا لپاره غوښتنلیکونه جمع کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x